Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل – جلال اباد لاره په ماهيپر کې خلاصه شوې

جلال اباد (پژواک ٥ ورى ٩٢): د کابل-جلال اباد لويه لار، چې د غره ښويېدو له امله په ماهيپر او درونټه کې بنده شوې وه، د ماهيپر په سيمه کې بېرته پرانيستل شوې ده.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وري په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د درونټې تونل ته په دوه سوه مترۍ کې د غره د ښويېدو له امله له وړمه ورځ له مازديګر راهيسې لاره د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه.

د هغه په وينا، پرون ټوله ورځ له پرله پسې کار وروسته د سړک يوه برخه خلاصه او لار د بار وړونکو موټرو پر مخ له يو لوري پرانيستل شوه او واړه موټر د قرغيو پر لاره تګ راتګ کوي.

نوموړي زياته کړه، چې لوى موټر تر نن سهاره له يو لوري پر دې لار تګ کاوه خو نن سهار يو ځل بيا لاره، له دې امله چې د خلاصولو کار يې پيل شو، وتړل شوه.

ځواک هيله څرګنده کړه، چې نن به د ورځې په اوږدو کې د سړک پاتې برخه هم پاکه شي او سړک به د لويو او وړو موټرو پر مخ پرانيستل شي.

دغه راز د سروبي ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل شاغاسي پژواک اژانس ته وويل، چې پرون سهار د ماهيپر په سيمه کې هم د غره ښويېدو له امله لاره تړل شوې وه.

خو هغه زياته کړه، چې لاره پرون ماښام بېرته پرانيستل شوې او اوس موټر پرې تګ راتګ کوي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.