جلال اباد (پژواک، ٥ مه ورى،٩٢) : د ٢٠١ سيلاب قول اردو چارواکي وايي ،چې په تېر ١٣٩١ لمريز کال کې يې په ٢٩٦ بېلابېلو لويو او وړو تصفيوي عملياتو په ترڅ کې نږدې ٧٠٠ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال نعمان هاتفي د وري په ٥مه له پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکې کې وويل، چې ځواکونو يې تېر کال په ختيځ او شمال ختيځو اوو ولايتونو کې ٢٩٦ لوى او واړه تصفيوي عمليات ترسره کړي دي .
هغه زياته کړه، چې په يادو عملياتو کې ٤٣٦ وسله وال مخالفين وژل شوي او ٢٦٥ نور يې ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، په دې عملياتو کې ٢٥٨ د دولت وسله وال مخالفين ژوندي نيول شوي دي.
هاتفي وايي، چې د تېر کال په عملياتو کې د ملي اردو ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هغه په وينا، د تېر کال په اوږدو کې ٣٥ بريدملان او افسران او ٢٥ سربازان وژل شوي او ٩٠ نور ټپيان شوي دي.
هاتفي وويل ،چې ياد عمليات يې په کاپيسا، پروان، لغمان، نورستان، ننګرهار،کونړ او خوست ولايتونو کې تر سره کړي دي.
نوموړي زياته کړه ، چې تر ټولو سترې برياوې يې د ننګرهار په بټي کوټ،خوګياڼو،لعل پورې ،حصارک، د لغمان په الينګار، اليشنګ او بصرام سيمو ، د کونړ په چپه دره، ماڼوګي،دانګام، د کاپيسا په نجراب، اله ساى، د پروان په شينوارو ،سياګرد او غوربند کې لرلې دي.
د هاتفي په وينا، که څه هم د ملي اردو ځواکونو په تېر کال کې هوايي ځواک نه درلود،خو بيا يې هم ډېرى عمليات بريالي ګڼل شوي دي.
هغه زياته کړه : ((موږ د هوايي ځواک غوښتنه هم کړې ، چې په هوايي ځواک سره به زموږ عمليات نور هم غښتلي شي.))
د ٢٠١ سيلاب قول اردو وياند وويل ، چې په يادو عملياتو کې يې په سلګونه ميله درنې او سپکې وسلې او ماينونه نيولي دي.
د ده په خبره ، چې په دغو عملياتو کې يې ٢٩ عرادې موټر او ١٠٠٠ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي هم نيولي دي.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو وياند وايي ، چې تېر کال يې په نورستان ولايت کې د ښه امنيت د رامنځته کېدو په موخه د سيلاب قول اردو دويمه پلې لوا له ننګرهاره د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ ته انتقال کړه، چې د کونړ او نورستان په ناامنه ولسواليو کې يې ډېرى بريالي عمليات کړي او سترې لاسته راوړنې يې درلودې.
هغه زياته کړه: ((د کونړ د چپې درې ولسوالۍ د مرګ درې په نوم نومول شوې وه، ايساف ځواکونو هم ډيره هڅه کړې وه، خو نه وو بريالي شوي.))
دى وايي ، چې د ملي اردو ځواکونو په ورتګ سره دوى وتوانيدل، چې ياده ولسوالي د وسله والو له شتون څخه پاکه کړې ده .
د ده په وينا، چې اوس په چپې درې ولسوالۍ کې د ټولو وسله والو ځالې له منځه تللي او هر څوک کولى شي، چې پرته له کومې وېرې ورته سفر وکړي.
هاتفي زياته کړه ، چې له عملياتو سره په خوا کې د دوى ځواکونو په يادو اوو ولايتونو کې د کوکنارو پر ضد په کمپاين کې يې ونډه اخيستې او همداراز يې د لويو لارو په ساتنه کې له ملي پوليسو سره مرسته کړې ده .