Language

لغمان کې د دولت شپږ وسله وال مخالفين وژل شوي

جلال اباد (پژواک ٥ ورى ٩٢): د لغمان ځايي چارواکو د يوې نښتې په ترڅ کې د دولت د شپږو وسله والو مخالفينو د وژلو خبر ورکړ.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وري په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې  د دغه ولايت د مرکز مهترلام ښار اړوند د ګلارام او کټه سنګ ترمنځ په غرنۍ سيمه کې ګډو ځواکونو عمليات کړي دي.

هغه زياته کړه، چې د دغو عملياتو پر مهال د رامنځته شوې نښتې له امله د وسله والو طالبانو يوه قوماندان محبت له خپلو پنځو ملګرو سره وژل شوى دى.

ځواک وايي، چې په عملياتو کې يو تن مخالف ټپي شوى هم دى، خو ګډو ځواکونو او عامو وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د نوموړي په وينا، د وسله والو مخالفينو ياده ډله په سيمه کې غونډه درلوده، څو پر امنيتي ځواکونو د بريدونو لپاره پلان جوړ کړي.

وسله والو طالبانو د يادې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

تېره اونۍ هم په دغه ولايت کې د يو شمېر وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړل شوى و.