لښکرګاه (پژواک ٥ ورى ٩٢): د هلمند په مرکز لښکرکاه کې چاودنه شوې، چې په ترڅ کې يې يو ملکي وګړى وژل شوى او يو بل ټپي دى.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د استخباراتو مدير سمونوال عبدالکريم د وري په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر ماخوستن نهه بجې د لښکرګاه د چلمترۍ سيمې په يوه جومات کې د ماين چاودنه شوې، چې له امله يې يو تن وژل شوى او يو بل ټپي دى.
دغه راز په لښکرکاه کې د ملالۍ پارک مخې ته هم په يوه موټرسايکل کې چاودېدونکې توکي ځاى پر ځاى شوي، چې د شپې ١١ بجې د پوليسو او ملي امنيت له خوا کشف او شنډ شول.
سرچينه زياتوي، چې تېره ورځ په مارجې ولسوالۍ کې پوليسو د خپلو پټو معلوماتو پر بنست د وسله والو طالبانو د وسلو يوه زېرمه کشف کړې، چې ١٠ ميله ډول ډول وسلې، سپکې او درنې مرمۍ، مخابرې او پنځه کړۍ ماينونه ترې ترلاسه کړي دي.
د استخباراتو مدير وويل، چې د هوا په ګرمېدو سره د وسله والو مخالفينو خوځښتونه زيات شوي او د پاکستان په ګډون له نورو سيمو دغه ولايت ته د ورانکاره کړنو لپاره راځي او امنيتي ځواکونو يې د مخنيوي لپاره هڅې چټکې کړې دي.
نوموړي وويل، د يادو پېښو په تړاو يې څوک نه دي نيولي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.