Language

لښکرګاه (پژواک، ٥ ورى ٩٢): د هلمند امنيتي چارواکي وايي، چې د دې ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې پر يوې امنيتې پوستې د موټر په وسيله ځانمرګي بريد شوى او يو سرتېرى په کې ټپي دى.

د هلمند د ٢١٥ميوند قول اردو مرستيال جنرال غلام فاروق پرواني پژواک خبري اژانس ته وويل، نن (د وري پنځمه) د ماښام په شاوخوا شپږو بجو د نادعلي په نري مانده سيمه کې يوې امنيتي پوستې ته څېرمه د يوه ډاينا موټر په واسطه، چې د تېلو له بېلرونو ډک وو، ځانمرګى بريد شوى دى.

ده زياته کړه، دغه پوسته چې د درېيمې لوا د لومړي کنډک اړوند ده او د سړک له غاړې سره موقعيت لري، ډېره پخه جوړه شوې، چې هېڅ زيان ورته نه دى اوښتى.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې يواځې يو سرتېرى ټپى دى، خو ځانمرګى بريدکوونکى وژل شوى دى.

هېره دې نه وي، چې نن د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې هم د ماين په چاودنه کې د پوليسو د يوه قوماندان په ګډون دوه تنه ووژل شول.

وسله والو طالبانو په دې اړه تر دمګړۍ څه نه دي ويلي.

Related Topics