Language

ايساف: طالبان ځانګړي بريدونه ځان ته د رسنيو پام اړولو لپاره کوي

مزارشريف ( پژواک ٦ ورى ٩٢ ) : په هېواد کې د سوله ساتو ځواکونو (ايساف) مسوولين وايی، چې د افغانستان په اتيا سلنه برخه کې امنيت ډاډمن دی.

په مزارشريف کې د شمال زون د ايساف په عمومي قوماندانۍ کې په افغانستان کې د ايساف وياند جنرال ګونتر کيټس Katz د وري په ۶مه، په خبري ناسته کې وويل، چې د روان پسرلي تر پايه پورې به د ټول افغانستان امنيتي مسووليت له افغان ځواکونو سره وي.

نوموړي زياته کړه، چې دا په دې مانا نه ده، چې نړيوال ځواکونه به له هغې وروسته افغان ځواکونه يواځې پرې ږدي.

کيټس وويل: ((يوه خبره څرګنده شوې، چې له ۲۰۱۴کال وروسته به ايساف افغان ځواکونه او افغانستان يواځې نه  پرېږدي.))

نوموړي زياته کړه، چې له هغه وروسته به ايساف د افغان ځواکونو د ملاتړي ځواک په څېر او د افغان ځواکونو د تعليم او تربيې په برخه کې کار کوي.

نوموړي زياته کړه، چې دوی په دې هڅو کې دي، چې د افغان ځواکونو وړتيا لوړه کړي، چې د دولت د مخالفينو پر وړاندې ښه مبارزه وکړای شي.

د هغه په وينا، دمګړۍ په ټول افغانستان کې اتيا سلنه امنيتي چارې د افغان ځواکونو تر مسووليت لاندې دي، چې په ښه توګه يې پر مخ وړي.

د ايساف عمومي وياند وويل،چې د تېرو کلونو په پرتله امنيت خورا ښه شوی دی، افغان ځواکونو د ايساف په مرسته ځانګړي عمليات وکړل او له ډېرو ناامنو سيمو څخه يې د دولت مخالف وسله وال په شا وتمبول.

نوموړي زياته کړه، چې په ۸۰سلنه سيمو کې امنيت ښه شوی او پاتې ۲۰ سلنه داسې سيمې دي، چې لا هم پکې ځای ځای د دولت مخالف وسله وال شتون لري او د حالاتو د ناامنه کولو هڅه کوي.

د هغه په وينا، افغان ځواکونه ګړندۍ هڅې کوي، چې پاتې شل سلنه سيمې هم له ناامنۍ څخه پاکې کړي او اوسېدونکو ته قناعت ورکړي، چې سوله کې ژوند وکړي.

کيټس وويل، چې افغان ځواکونه يواځې په هوايي برخه کې له ستونزو سره مخ دي؛ خو دوی په دې هڅو کې دي، چې په دې برخه کې د تعليم او تربيې له لارې د افغان ځواکونو سره مرسته وکړي او پياوړي يې کړي.

نوموړي زياته کړه، چې دمګړۍ وسله والو طالبانو د مخامخ جګړې وس بايللی او دوی هڅه کوي، چې داسې ځانګړي بريدونه وکړي، چې د رسنيو پام د ځان پر لور کړي او د افغانستان پر امنيتي حالت باندې غلط اغېز پرې باسي.

د هغه په وينا، بله ستونزه د سړک د غاړې ماينونه دي، چې د دولت مخالفين يې کاروي.

کيټس وويل، چې د سړک د غاړې د ماينونو د له منځه وړلو په برخه کې هم د افغان ځواکونو روزنه په ښه توګه روانه ده.