لښکرګاه (پژواک ٦ ورى ٩٢): ايساف وايي، چې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د تېرې شپې ځانمرګي بريد د دوى يو شمېر سرتېري ټپيان کړي دي.
د موټر په وسيله شوى دغه ځانمرګى بريد پرون ماښام شاوخوا شپږ بجې د نادعلي ولسوالۍ د نري مانده په سيمه کې د ملي اردو او بهرنيو ځواکونو پر يوه ګډ مرکز شوى دى.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر د وري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يوې ډلې وسله والو مخالفينو پرون ناوخته په نادعلي ولسوالۍ کې د افغان او ايساف ځواکونو پر يوه ګډ مرکز بريد وکړ .
سرچينې زياته کړې، چې په دې پېښه کې د دوى يو شمېر سرتېري ټپيان شوي، چې د ځينو يې حالت نازک دى، خو وايي چې وژل شوي نه دي.
ايساف زياتوي، چې اوس په سيمه کې وضعيت ارام دى.
که څه هم وسله وال طالبان په دغه بريد کې د ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو سرتېرو د وژلو ادعا کړې، خو په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو مرستيال جنرال غلام فاروق پرواني پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پوسته چې د درېيمې لوا د لومړي کنډک اړوند ده او د سړک له غاړې سره موقعيت لري، ډېره پخه جوړه شوې؛ ځکه نو ډېر زيان نه دى رامنځته شوى.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې يواځې يو سرتېرى ټپي شوى دى.
د پرواني په وينا، دغه ځانمرګى بريد د يوه ډينا موټر په وسيله، چې د تېلو بېلرونه په کې بار وو، ترسره شوى دى.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې تر ځانمرګي بريد وروسته يوه ډله ځانمرګي مرکز ته ننوتل، ځينو يې ځانونه والوځول او پاتې نور په نښته کې ښکېل شول.
هغه ادعا وکړه، چې په دغو بريدونو کې تر ٤٠ پورې بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د هلمند په يو شمېر ولسواليو کې امنيتي پېښې زياتې شوې دي.