Language

د هلمند په نښتو کې ٢٩ طالبان او دوه حکومتي سرتېري وژل شوي

لښکرګاه (پژواک ٦ ورى ٩٢): د هلمند امنيتي چارواکي وايي، چې په دوو بېلابېلو نښتو کې ٢٩ وسله وال طالبان او دوه حکومتي سرتېري وژل شوي دي.

د چارواکو په وينا، په ګرمسېر ولسوالۍ کې د کوکنار اړولو د کمپاين  پر مهال په رامنځته شوې جګړه کې يو پوليس او ١٨ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د دغه ولايت د امنيه  قوماندانۍ د همغږۍ مرستيال سمونوال محمداسماعيل هوتک د وري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ لس بجې د ګرمسېر ولسوالۍ په بيرتاکه او اوشتانو سيمو کې د وسله والو طالبانو او د کوکنار اړولو د کمپاين د ساتونکو پوليسو ترمنځ نښته رامنځته شوه.

هغه زياته کړه، چې نښتې د ماخوستن تر نهو بجو دوام درلود، چې په پايله کې يې د طالبانو اتلس مړي په سيمه کې پاتې دي.

نوموړى وايي، چې په دې پېښه کې يو پوليس وژل شوى او يو بل ټپي دى.

د هغه په وينا، په ياده نښته کې يو شمېر نورو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، چې وسله والو مخالفينو د جګړې له سيمې وړي او نور پاتې مړي يې د ولسوالۍ مرکز ته لېږدول شوي دي.

هوتک وويل، چې د ګرمسېر امنيت تر ډېره ښه دى او د مخالفينو خوځښتونه دومره نه ترسترګو کېږي.

د هغه په خبره، وسله وال طالبان د کوکنار اړولو د کمپاين د مخنيوي په غبرګون  له نورو سيمو راغلي وو.

دغه راز د هلمند والي تورن جنرال محمدنعيم هم د يادې پېښې د پخلي ترڅنګ وايي، جګړه د کوکنارو د کښت پر سر شوې، چې په ترڅ کې يې ٢٦ وسله وال مخالفين وژل شوي او  د ١٧ مړي يې د جګړې په سيمه کې پاتې شوي دي.

والي زياتوي، چې په دې پېښه کې يو پوليس وژل شوى او دوه د ملي اردو سرتېري ټپيان  دي. دغه راز  ګڼ شمېر د دولت وسله وال مخالفين هم ټپيان شوي  دي.

ديوه بل خبر له مخې، تېر مازيګر ددې ولايت په مارجه ولسوالۍ کې د اردو ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.

په هلمند کې د ٢١٥ اتل قول اردو قوماندان جنرال سيد ملوک صافي پژواک ته وويل ، چې په دې نښته کې ١١ وسله وال طالبان او يو سرتېرى وژل شوي او بل سرتېرى ټپي دى.

بلخوا وسله والو طالبانو بيا د ګرمسېر په جګړه کې د ګڼ شمېر دولتي ځواکونو د وژلو ادعا کړې ده.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په دې نښته کې تر ٢٦ پورې حکومتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي په جګړه کې د اتو طالبانو د وژلو پخلى وکړ.

احمدي وايي، چې د جګړې پر مهال بمبار شوى ، چې له امله يې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده،  خو چارواکي د ملکي وګړو مرګ ژوبله ردوي.

د طالبانو وياند د مارجې په جګړه کې د يو شمېر حکومتي سرتېرو د وژلو او ټپي کولو خبر ورکړى.

Related Topics