Language

غزني کې پوليسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني ښار (پژواک ۶ وری ۹۲): په غزني کې چارواکي وايي، چې په اب بنداو ګيلان ولسواليو کې د نښتو پر مهال ٦ پوليسو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني د والي وياند فضل سباوون پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د ګيلان ولسوالۍ د غونډې او جبارخېلو په سيمو کې نښته رامنځته شوه.

هغه زياته کړه، چې په دې نښته کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه پوليس  ټپيان دي.

سباوون وايي، چې په سيمه کې اوس هم عمليات روان دي او پر مهال يې پوليس توانېدلي ۱۲ کړۍ ماينونه شنډ کړي دي.

د يو بل خبر له مخې ، د دغه ولايت په اب بند ولسوالۍ کې هم د طالبانو او پوليسو ترمنځ نښته شوې ده.

د والي وياند وايي، چې په دې نښته کې يو پوليس ټپي او يو طالب وژل شوى دى.

طالبانو بيا په دواړو نښتو کې د ګڼ شمېر کورنيو سرتېرو د وژلو ادعا کړې ده.

Related Topics