Language

يو طالب قوماندان ووژل شو

هرات ښار (پژواک، ٦ ورى ٩٢): د بادغيس چارواکي وايي، چې د دې ولايت په قادس ولسوالۍ کې د نښتې پرمهال يو پوليس او يو طالب قوماندان وژل شوي دي.

د بادغيس امنيه قوماندان مل پاسوال شرف الدين شرف، نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهارمهال د قادس د کابليانو په سيمه کې وسله والو طالبانو پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ، چې له يو ساعته نښتې وروسته مخالفين په شا وتمبول شول.

ده زياته کړه، په دې بريد کې د پوستې يو ساتونکى او يو طالب قوماندان ووژل شول.

د يوه بل خبر له مخې، د هرات پوليسو د لويې لارې په اوږدو کې دوه خښ کړای شوي ماينونه کشف او له منځه وړي دي.

د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال نورخان نېکزاد پژواک اژانس ته وويل، پوليسو نن له غرمې مخکې د شينډنډ او زنده جان ولسواليو پر لويه لاره دغه ماينونه، چې تر پلونو لاندې ايښودل شوي وو، کشف او له منځه يوړل.

ده دغه کار د وسله والو مخالفينو وباله او زياته يې کړه، هغوى غوښتل چې د حکومتي او نړيوالو ځواکونو پر کاروانونو چاودنې وکړي.

خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics