مزارشريف ( پژواک ٦ ورى ٩٢ ) : د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د دغه ولايت د بېلا بېلو کرنيزو محصولاتو نندارې ته ايښودو سره کرنيز جشن پيل شو.
جشن ته راغلو کرندوګرو په دغه ولايت کې د کرنيزو اوبو له کمښت څخه سر ټکاوه، چې له امله يې کرنيزې چارې ټکنۍ پر مخ ځي.
په ياد جشن کې، چې د وري په ۶مه، پيل شو او درې ورځې به دوام وکړي، د بلخ ولايت کرنيز او د مالدارۍ محصولات، وريجې، سبزيجات، ميوه جات، لبنيات، نخود، لوبيا، بېلابېلا کرنيز تخمونه او داسې نور کرنيز او د مالدارۍ محصولات نندارې ته وړاندې شوي وو.
د بلخ د کرنې او مالدارۍ رييس کاتب شمس پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوی هر کال په دغه ولايت کې کرنيز جشن نيسي.
نوموړي زياته کړه، چې د ورته جشونونو له لارې کروندګر له يو بل سره پېژني او خپلې تجربې سره شريکوي، چې له امله يې په کرنيزو چارو کې مثبت بدلون راځي.
د هغه په وينا، د يادو جشنونو له لارې د يو ولايت کرنيز محصولات مارکېټ ته لاره پيدا کوي.
د کرنې رييس وويل، چې د بېلابېلو کورنيو او بهرنيو شرکتونو استازو هم په دغه جشن کې برخه اخيستې، چې د دغه ولايت کرنيز محصولات له نږدې څخه وګوري او د اړتيا وړ توکي تر لاسه کړای شي.
په ياد جشن کې د بلخ ولايت ګډونوالو کروندګرو که څه هم د جشن پر پيل خوښ و، خو په دغه ولايت کې يې له کرنيزو اسانتياوو څخه سر ټکاوه.
د بلخ ولسوالۍ د شهاب افغانيه کلي کروندګر، چې ياد جشن کې يې د خپلې ځمکې حاصلات نندارې ته ايښي وو، پژواک اژانس ته وويل، چې په ټوليزه توګه د بلخ کروندګر د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ دي.
نوموړي زياته کړه، چې په سيندونو کې د اوبو له کمښت سربېره دولتي چارواکي د کرنيزو اوبو د ستونزې د حل په موخه له کومې بلې لارې ګټه نه پورته کوي.
د کرنې او مالدارۍ رييس شمس هم وويل ، چې په بلخ ولايت کې کرنيزې چارې د اوبو د کمښت له امله ټکنۍ روانې دي.
نوموړي زياته کړه، چې د بلخ ولايت کرنيزې ځمکې په يوه ثانيه کې ۴۰۰متر مکعب اوبو ته اړتيا لري؛ خو په دغه ولايت کې له روانو سيندونو څخه په يوه ثانيه کې ۳۵ مکعب اوبو ځمکو ته رسېږي.
د هغه په وينا، دوی اړتيا لري، چې باراني اوبه مهار کړي، د ځمکو د خړوبولو له قطريي سيستم څخه کار واخلي؛ خو په دغو ټولو برخو کې بايد مرکزي دولتي له دوی سره مرسته وکړي.
شمس وويل، په بلخ ولايت کې ۱۳سوه ۸۵زره هيکتاره ابي ځمکه او ۷۵۰زره هيکتار للمي ځمکه شته ده، چې د اوبو د کمښت له امله هر کال شاوخوا ۷۹۰زره هيکتاره کرنيزه ځمکه کرل کېږي.