غزني ښار (پژواک ۶ ورى ۹۲): په غزني ښار کې سږکال د نږدې ٤٠زرو نيالګيو د ايښودو لړۍ نن د دې ولايت له مقام څخه پيل شوه.
د غزني ښاروال انجنير فريدون احمد د وري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري ورسره د ٤٠زرو بې مېوې نيالګيو مرسته شوې ده.
ده زياته کړه، دغه نيالګي به د غزني ښار د دولتي ادارو په ګډون په ټول ښار کې کېښودل شي او بيا به ترې څارنه هم کېږي.
هغه د مارکېټونو له خاوندانو او هټۍ والو وغوښتل، چې د چاپېريال د پاک ساتلو او ښکلا په موخه دې خپلو اړوندو سيمو کې نيالګي کېږدي.
غزني ښاروال د ښار له اوسېدونکو هم وغوښتل، چې د نيالګيو په ساتنه کې او خړوبولو کې دې له دوى سره مرسته وکړي.
د غزني والي، چې د دغو نيالګيو په ايښودو کې برخه اخيستې وه، د غزني ښار له اوسېدونکو وغوښتل چې هر يو تن دې يو يو نيالګى کېږدي او ساتنه دې يې وکړي.
ده پژواک اژانس ته وويل: “دا چې ۲۰۱۳ کال په مخ کې لرو، موږ ټول نه يواځې د نيالګيو په ايښودو کې، بلکې د غزني ولايت په بيارغونه کې هم پوره ونډه واخلو.”
د غزني ښاريان، که څه هم د نيالګيو په ايښودو خوښ دي، خو وايي، هر کال په زرګونو نيالګي ايښودل کېږي، خو ساتنې او خړوبولو ته يې بيا پوره پاملرنه نه کېږي.
د غزني ښار هټۍ وال محمداکرم پژواک ته وويل: “هرکال نيالګي ايښودل کېږي، خو ساتنه يې نه کېږي او نه څوک اوبه ورته اچوي؛ همدا ده چې د څو مياشتو په تېرېدو سره وچېږي.”
نوموړي زياته کړه، د نيالګيو په نه ساتنه کې نه يواځې چارواکي، بلکې د ښار اوسېدونکي هم پړه دي.