Language

په مېله کې چاودنې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

لښکرګاه (پژواک ٦ ورى ٩٢): د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د مېلې پر مهال چاودنې ملکي وګړو او پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د نادعلي امنيه قوماندان لومړي څارن عمرجان د وري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس نيمې بجې وشوه.

هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې پنځه ملکي وګړي او يو پوليس ټپيان شوي دي.

په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته درې ملکي ټپيان ور وړل شوي وو، خو يوه يې په روغتون کې ساه ورکړه.

د نادعلي ولسوالۍ يوه اوسېدونکي بازمحمد پژواک اژانس ته وويل، چې د هرې سې شنبې په ورځ د دې ولسوالۍ په لويې مانده سيمه کې مېله جوړېږي.

د نوموړي په وينا، نن د مېلې پر مهال د سيمه ييزو پوليسو پر يوه رېنجر چاودنه شوې، چې له امله يې درې پوليس وژل شوي او يو شمېر ملکي وګړي ټپيان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې تېره ورځ په دې ولسوالۍ کې د افغان او ايساف ځواکونو پر يوه ګډ پوځي مرکز ځانمرګى بريد هم شوى و.

Related Topics