فيض اباد (پژواک ٧ ورى ٩٢): د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د بيا ځلې لپاره د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې او دواړو خواوو يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
د بدخشان ولايت دامنيه قوماندانۍ قوماندان مل پاسوال امام الدين مطمئن وايي، چې وسله والو طالبانو تېره شپه په وردوج ولسوالۍ کې د عامه نظم پوليسو يو مرکز محاصره کړ او غو ښتل يې چې تر ولکي لاندې يې راولي؛ خو د زيباک ولسوالۍ څخه نور امنيتي ځواکونه د هغوي مرستې ته ورغلل او دخپلي اړيکي يې له ياد مرکز سره ټينګې کړي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ديادو نښتو پر مهال ٧ وسله وال طالبان وژل شوې او ١٢ نوريي ټپيان دي.
مطمئن زياته کړه،چې په ياده پېښه کې، دو پوليس هم وژل شوي او څلور نوريې ټپيان دي.
په عين حال کې د وردوج ولسوال دولت محمد خاور وايي، چې ياده نښته تېره ورځ له غرمې وروسته د وردوج ولسوالۍ په باشند سيمه کې را منځ ته شوه او د شپې تر نيمايي پورې دوام درلود.
هغه وويل، طالبانو ته له درنې مرګ ژوبلې اوښتو وروسته، هغوى په شا تګ ته اړ شول.
خاور زياته کړه، چې په دې پېښه کې د سرحدي او عامه نظم ٨ پوليس هم ټپيان شوي دي.
خو ذبيح الله مجاهد پژواک ته په يوه برېښناليک ويلي، چې دوى ١٥ سرحدي پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
هغه د وژل شوو کره شمېر نه دى په ډاګه کړى، خو زياتوي، چې دا نښته د وردوج ولسوالۍ د کرسنګ په سيمه کې رامنځته شوې، چې په پايله کې يې ١٢ ميله سپکه او درنه وسله هم د طالبانو لاس ته ورغلې ده.
په تېرو درېيو اونيو کې د امنيتي ځواکونو او طالبان تر منځ د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې نښتې را منځته شوې او يو بل ته يې مرګ ژوبلې اړولې دي. خوا هغوي هر وخت د مقابل لورې مرګ ژوبله يي در نه ګڼلي ده.
امنيتي چارواکي وايي، چې د نښتو له پيل څخه تر اوسه ٨٠ وسله وال طالبان وژل شوي او سل نور ټپيان شوي دي.
خو وسله وال طالبان ادعا کوي، چې د يادو نښتو په ترڅ کې يې د اردو او پوليسو ٨٥ سرتېري وژلي او لسګونه نور يې ټپيان کړي ، ٢٢ رينجر او ټانکونه يې هم له منځه وړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP