Language

بټي کوټ  کې څلورماين خښوونکې د خپل ماين چاودنې وژلي

جلال اباد (پژواک ٧ ورى ٩٢):  د ننګرهار په د بټي کوټ ولسوالۍ کې څلور ماين خښوونکي د خپل ماين چاودنې وژلي دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د وري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه ١٢بجې د بټي کوټ ولسوالۍ په باريکاب سيمه کې پر څلور وسله والو مخالفينو، چې غوښتل يې پر يو فرعي سړک ماين خښ کړي، خپل ماين چاودنه پرې کړې او ټول يې وژيلي دي.

د ده په وينا، چې تېره ورځ يې په بټي کوټ ولسوالۍ کې يو ماين هم شنډ کړى دى.

د سيمې اوسېدونکي افسر خان پژواک ته وويل، چې تېره شپه دولس بجې يې په کلي کې چاودنه وشوه خو سهار خبر شول  چې ماين خښوونکي د خپل ماين چاودنې وژلي دي.

دى وايي، چې د وژل شوو کسانو څېرې دوى نه دي پېژندلې.

د يادې پېښې په اړه وسله والو مخالفينو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

بټي کوټ د ننګرهار له نا امنو ولسواليو څخه دي چې ډېرى مهال ترې د نا امنيو خبرونه ورکول کېږي.

Related Topics