Language

د پروان په سيدخېلو کې يو پل ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

چاريکار (پژواک ٧ ورى ٩٢): د پروان په سيدخېلو ولسوالۍ کې د ٨٢١ زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوى پل نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د کليو پراختيا وزارت مطبوعاتي مسوول عبدالجميل دانش پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يادې ولسوالۍ په انچو سيمه کې جوړ شوى دغه پل ١١٩ متره اوږدوالى او ٥ متره سور لري.

دى وايي، دغه پول چې پروان له کاپيسا ولايت سره نښلوي، چې د دغه پله لګښت د کليو او پراختيا وزارت د لارو جوړولو د ملي پروګرام له بوديجې ورکړل شوى دى.

د انچو سيمې اوسېدونکى محمداغا وايي، چې تر اوسه به د انچو خلک له نيم ساعت پلي تګ وروسته سړک ته رسېدل، خو اوس چې دغه پل جوړ شوى، موټر يې کلي ته ورځي او د خلکو دغه ستونزه لرې شوې ده.

دغه راز دى وايي، چې مخکې د دغه پله پر ځاى د لرګيو پل و، چې يواځې خلک پلي پرې تلاى شواى.

د کاپيسا د دويمې حصې اوسېدونکى محمد جواد وايي، چې پخوا به د دې ولسوالۍ خلک په موټر کې د ګلبهار له لارې، جبل السراج او بيا د پروان مرکز چاريکارو ته په څه باندې نيم ساعت کې رسېدل، خو اوس د ياد پل له لارې په شاوخوا لسو دقيقو کې چاريکارو ته رسېدى شي.

د کليو پراختيا وزير ويس احمد برمک د دغه پله د پرانيستې په مراسمو کې وويل، چې په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې د ٤٢ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت ٩٠ کيلومتره سړک، ٢١٣ پلونه او پلچکونه جوړ شوي او تر څنګ ځينې نورې پروژې هم پلې شوې دي.

دى وايي، چې دا مهال په دغه ولايت کې د ٦٠٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت يو شمېر نورې ټولګټې پروژې هم تر کار لاندې دي.

Related Topics