چاريکار (پژواک ٧ ورى ٩١): د پروان په سياه ګرد ولسوالۍ کې سلګونو تنو وروسته له هغه په لاريون لاس پورې کړ، چې د سيمه ييزو پوليسو له پوستې پر يو سپين ږيري لاروي ډز وشو او ووژل شو.
د سيمې خلک وايي، چې ياد کس نن له غرمې مخکې شاوخوا ٩ بجې د دې ولسوالۍ په حاجتګاه سيمه کې پر لاره روان و، چې په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو له پوستې پرې ډز وشو او ووژل شو.
د سيمې سلګونو خلکو نن غرمه د دغه کس مړى د اعتراض په ډول د ولسوالۍ مرکز ته راووړ او تر اوسه (شاوخوا يوه بجه) لاريون دوام لري.
لاريون کوونکي (مرګ پر محلي پوليسو) شعارونه ورکوي، قانون ته د قاتل د سپارلو غوښتنه کوي او په ياده ولسوالۍ کې يې باميانو ته غځېدلې لويه لاره هم د اعتراض په ډول د ترافيکو پر مخ تړلې ده.
له لاريون کوونکو د جان اقا په نوم يوه تن پژواک خبري اژانس ته وويل، د دوى غوښتنه دا ده چې د ياد شوي سپين ږيري قاتل د قانون منګولو ته وسپارل شي.
په سياه ګرد کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان مولوي شين ګل شرعي هم وايي، چې يوه سيمه ييز پوليس “په ټوکو سره ” ډز کړى او له امله يې ياد بې ګناه سپين ږيرى کس وژل شوى دى .
دى وايي، چې په حاجتګاه سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو د پوستې مشري د مشتاق په نوم يو تن کوي.
شين ګل وويل، چې د سيمې خلک ډېر په غوسه دي او د وژل شوي کس مړى دا مهال د ولسوالۍ په مرکز کې په يو کلينيک دى.
د سياه ګرد امنيه قوماندان سمونوال محمدصالح هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل، هغه سيمه ييز پوليس تښتېدلى چې ياد شوى تن يې وژلى دى.
د ده په وينا، هڅې کوي، چې تښتېدلى پوليس ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.