کابل (پژواک ٨ ورى ٩٢): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په نيپال کې د اسيا د کرکټ په شل اووريزو سياليو کې بحرين ته هم ماتې ورکړه.
د لسو اسيايي هېوادونو په ګډون د کرکټ شل اووريزې سيالۍ د وري په ٨ مه په نيپال کې پيل شوې دي.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وري په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې لوبې پچه بحرين وګټله او لومړى يې افغانستان ته د لوبې بلنه ورکړه.
هغه زياته کړه، چې د افغانستان لوبډلې په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ١٥٧ منډې جوړې کړې او بحرين ته يې د ١٥٨منډو هدف وټاکه.
هوتک وويل، چې د افغانستان له لوري ګلبدين نايب ٤٦، نجيب الله ځدران ٤٥، کريم صادق ١٤ او سميع اغا ١٣ منډې جوړې کړې.
د بحرين لوبډلې ونه شواى کړاى دغه هدف ترلاسه کړي، ټوله لوبډله يې په شپاړسم اوور کې په ٨٥ منډو وسوځېده او دغه راز د افغانستان لوبډلې دا لوبه د ٧٢ منډو په توپير سره وګټله.
د افغانستان له لوري ګلبدين نايب د بيټينګ ترڅنګ ښه بالنګ هم وکړ او د بحرين څلور لوبغاړي يې وسوځول، دغه راز حمزه هوتک ٣، شاه پور څدراڼ او سميع الله شينواري يو يو لوبغاړي وسوځول.
ګلبدين نايب د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
افغانستان به دويمه لوبه د وري په ٨مه له بحرين، درېيمه لوبه به د وري په لسمه له اماراتو او څلورمه به د وري په ١١مه له کويټ سره ترسره کړي.
د نيپال په سياليو کې دوه لوبډلې د شل اووريز نړيوال جام لپاره غوره کېږي، افغانستان د يو ورځني کرکټ دريځ په لرلو او د اماراتو د کوربه توب له امله لا دمخه دغو سياليو ته لاره پيدا کړې ده.
دا سيالۍ په دوو ګرپونو وېشل شوې، په الف ګروپ کې نيپال، ماليزيا، هانګ کانګ، مالديف او سنګاپور او په ب ګروپ کې افغانستان، امارات، عمان، کويټ او بحرين شامل دي.
افغانستان تر دې مخکې په ٢٠٠٧، ٢٠٠٩ او ٢٠١١مو کلونو کې د دغو سياليو اتلولۍ خپلې کړې او دغه ځل به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.