مزارشريف (پژواک ٨ ورى ۹۲): د بلخ ولايت د پوهنې رياست مسوولين وايي، چې د دغه ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د کرنې نوې مسلکي لېسې په فعاليت پيل وکړ.
د دغه ولايت د پوهنې رييس قيس مهرايين د وري په ۸ مه د يادې لېسې د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، دوی هڅه کوي، چې له دې وروسته په بلخ ولايت کې ثانوي زده کړې د مسلکي والي لور ته بوځي.
نوموړي زياته کړه، په همدې ترڅ کې يې نن په بلخ ولسوالۍ کې د کرنې مسلکي لېسه پرانيسته.
د هغه په وينا، دغه لېسه دمګړۍ ۵۸ زده کوونکي لري، چې ۴۳ يې هلکان او ۱۵ يې نجونې دي.
د پوهنې رييس وويل، چې په ياده لېسه کې د ليليې اسانتيا هم شته او غواړي د زده کوونکو شمېر يې تر ۱۵۰ تنو ورسوي.
د يادې لېسې زده کوونکي محمد سالم پژواک اژانس ته وويل، چې تر دې دمه ياده لېسه هغه اسانتياوې چې يوه لېسه يې بايد ولري، نه لري.
نوموړي زياته کړه، چې د زده کوونکو لپاره تدريسي خونې نه لري او په کرايي خونو کې يې نن زده کړې پيل کړې دي.
د بلخ ولسوال پاييز د يادې لېسې پر پرانيسته له خوښۍ څرګندولو وروسته له پوهنې رياست څخه هيله وکړه، چې د ځای د ستونزې په حل کې يې ګړندي ګامونه واخلي.
نوموړي زياته کړه، چې په دې ولسوالۍ کې د ډاډمن امنيت له امله د زده کړو اسانتياوې ډېرې برابرې دي، چې بايد پوهنې رياست ورڅخه ګټه پورته کړي.
د پوهنې رييس د يادې لېسې د پرانيستې په وياړ غونډې ته د خبرو په ترڅ کې وويل، دوی په دې هڅو کې دي، چې د يادې مسلکي لېسې ټولې اړتياوې ژر پوره کړي.
نوموړي زياته کړه، دوی په دې هڅه کې دي، چې د دې لېسې لپاره وړ ځای، چې د زده کړو تر څنګ په کې زده کوونکو ته د تجربوي کارونو اسانتياوې هم برابرې وي، چمتو کړي.