Language

“د سلما بند د جوړولو چارې نږدې اتيا سلنه بشپړې شوي”

هرات ښار (پژواک، ١٠ ورى ٩٢): د هرات والي وايي، سره له دې چې د سلما بند پر وړاندې امنيتي ننګونې شته، خو د جوړولو په چارو کې يې نږدې اتيا سلنه پرمختګ شوى دى.

د هرات والي ډاکټر داوود شاه سبا، نن (د وري لسمه) پژواک خبري اژانس ته وويل، سربېره پردې چې يو ګاونډى هېواد د سلما د اوبو د بند په برخه کې د امنيتي ستونزو په رامنځته کولو د دې پروژې د کار د مخنيوي هڅه کوي، خو افغان حکومت به په ټول توان د دې پروژې چارې بشپړې کړي.

نوموړي د کوم مشخص ګاوڼدي هېواد نوم په ډاګه نه کړ.

نوموړي، چې پرون يې د سلما د بند کار له نږدې کتلى و، زياته کړه، د دې پروژې کار له پلان سره سم پر مخ ځي او په کارونو کې يې ٧٧ سلنه پرمختګ راغلى دى.

سبا وايي، د سلما بند د پيسو د کمښت ستونزه اوس هواره شوې، ځکه هندوستان يې د لګښت لپاره نورې پيسې هم زياتې کړې دي، چې ښايي تر يونيم کال وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

سلما بند د چشت شريف په غرنۍ ولسوالۍ کې، چې د هرات ښار ختيځ لور ته په ١٦٠کيلومترۍ کې موقعيت لري، د هندوستان په بلاعوضه مالي مرستې جوړېږي.

د سيمې يوه امنيتي مسوول، چې د نوم له ښودلو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل، داسې راپورونه يې ترلاسه کړي چې ايران د ناامنيو په رامنځ ته کولو غواړي د دې پروژې مخه ډب کړي.

ده زياته کړه: “په سيمه کې د ملا مصطفى په نوم يو تن خپلو درې سوو وسله والو د مياشتې لس زره افغانۍ معاش ورکوي، ترڅو د سلما بند د جوړولو مخه ونيسي.”

نږدې دوه اونۍ وړاندې د ولسمشر کرزي په مشرۍ د امنيت شورا د سلما بند د کار پر دوام ټينګار وکړ او يوه پلاوي ته يې دنده وسپارله، چې د دې بند پر وړاندې امنيتي ستونزې وڅېړي.

د سلما بند کار په ١٣٨٥ کې پيل شو او ټاکل شوې وه چې په څلورو کلونو کې جوړ شو، خو تراوسه پورې ګټې اخيستنې ته نه دى سپارل شوى.

د معلوماتو له مخې، د سلما بند پر جوړېدو به ۷۰زره هکتاره کرنيزه ځمکه خړوبه کړي او له امله به يې ۴۰ مېګاواټه برېښنا به هم هرات ته ورکړل شي.

Related Topics