Language

د سمنګان خلک روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسى نه لري

مزارشريف ( پژواک ١٠ ورى ٩٢ ) :  د سمنګان د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې د ځينو روغتيايي اسانتياوو د کمښت له امله روغتيايي چارې ټکنۍ روانې دي.

د دغه ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالحميد د وري په ۱۰مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې که څه هم په تېرو لسو کلونو کې په دغه ولايت کې د روغتيا په برخه کې ډېر کار شوی، خو لا هم ځينې ستونزې شته دي.

نوموړي، چې په مزارشريف کې يې د شمال زون په کچه د روغتيايي رياستونو د پلان جوړونې په ورکشاپ کې برخه اخيستې وه، زياته کړه، چې په سمنګان ولايت کې د کلينيکونو د ودانيو کمښت، د متخصصو ډاکټرانو کمښت او همداراز د ښځينه ډاکټرانو کمښت هغه ستونزې دي، چې د دغه ولايت روغتيايي چارې يې ټکنۍ کړې دي.

همداراز د مجهزو روغتونو د نشتوالي له امله هم د دغه ولايت اوسېدونکي له ستونزو سره مخ دي.

د هغه په وينا، د يو څه اندېښنې وړ ناروغۍ د درملنې په موخه د دغه ولايت اوسېدونکي مزارشريف او کابل ښارونو ته پر تګ مجبورېږي.

عبدالحميد وويل، چې په ټول ولايت کې دوی داسې کوم روغتون نه لري، چې د دغه ولايت د اوسېدونکو ټولو درمليزو اړتياوو ته دې ځواب وويلی شي.

د دغه ولايت اوسېدونکي هم د روغتيايي اسانتياوو له کمښت څخه سر ټکوي.

د سمنګان د کوز دره صوف اوسېدونکي عتيق الله پژواک اژانس ته وويل، چې پرته له وړو وړو ناروغيو په دغه ولايت کې د مهمې ناروغۍ د درملنې هېڅ امکانات نه شته دي.

نوموړي زياته کړه، ډېر خلک، چې لږ يې وس برابر وي ، نو هڅه کوي، چې خپل ناروغان د درملنې په موخه مزارشريف ته ولېږدوي.

د هغه په وينا، د لرې پرتو سيمو خلک، چې اقتصاد هم اجازه نه ورکوي، لا هم د خپلو دوديزو روغتيايي رواجونو له لارې درملنه کوي.

د سمنګان د روغتيا رييس عبدالحميد هم وويل، چې په ياد ولايت کې ټول خلک دولتي روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی نه لري.

نوموړي زياته کړه، چې که څه هم امنيت تر يو ځايه ډاډمن دی، خو د شته ټولنيزو ستونزو او د لارو د خرابوالي له امله لا هم ډېر خلک له دولتي اسانتياوو برخمن نه دي.

په سمنګان ولايت کې د يو مرکزي روغتون په ګډون ۳۲ اساسي او فرعي روغتيايي مرکزونه فعاليت لري.

Related Topics