Language

کابل (پژواک١٠ورى٩٢): په داسې حال کې، چې پاکستان وايي د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ ته يې شرطونه نه دي اېښي، خو افغان حکومت نن يو ځل بيا د پاکستان د شرطونو خبره تکرار کړه.

تېره ورځ دولسمشر حامد کرزي وياند ايمل فيضي له فرانس پرس آژانس سره په مرکه کې ويلي و،  چې پاکستان د افغانستان د سولې په بهير  کې د خپلې مرستې لپاره شرطونه اېښي دي.

له هند سره د اړيکو پرېکول، پاکستان ته  د روزنې په موخه د افغان پوځي افسرانو لېږل او له پاکستان سره د ستراتيژيک تړون لاسليکول، د فيضي په وينا ، له افغان حکومت څخه د پاکستان غوښتنې دي.

خو تېره شپه ناوخته د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې وويل ، چې پاکستان په افغان سوله کې د خپلې مرستې لپاره  شرطونه، نه دي اېښي. 

خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي نن په کابل کې په خبري ناسته کې يو ځل بيا   د پاکستان د شرطونو خبره تکرار کړه ، خو دا يې ونه ويل ، چې دا شرطونه کله او کومو پاکستاني چارواکيو وړاندې کړي دي.

موسى زي وويل، چې پاکستان هره ورځ د افغانستان د سولې په اړه خپل دريځ بدلوي.

دده په خبره ، پخوا تر دې پاکستان تل د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د بهير د پرمخ بيولو ملاتړ کړى و ، خو اوس چې افغان حکومت د سولې په خبرو کې خپله مشري ثابته کړې، پاکستان د نه منلو وړ شرطونه وړاندې کوي.

موسى زي وويل، چې افغانستان له هندوستان سره ډېرې پخوانۍاو دوستانه اړيکې لري او په دې برخه کې د پاکستان غوښتنه د منلو نه ده.

ده زياته کړه:”افغانستان د پاکستان او يا کوم بل هېواد په غوښتنه او فرمايش هېڅکله خپلې اړيکې نه يواځې له هند، بلکې له هېڅ هېواد سره، نه کموي او نه يې قطع کوي.”

دغه راز دده په وينا، پاکستاني چارواکيو دا هم ويلي ، چې د افغانستان د سولې پروسې د برياليتوب لپاره دافغانانو ترمنځ بيا خبرو او اجماع ته اړتيا ده.

خو موسى زي وويل ، د سولې عالي شورا چې د سولې خبرې مخته وړي  او د افغانستان د خلکو اجماع  ده ، په دې هېواد کې د ټولو سياسي خوځښتونو استازيتوب کوي.

هغه زياته کړه:” دا چې نن پاکستان دا خبره کوي ، چې ګواکې د افغانستان د سولې لپاره د افغانانو ترمنځ يو ځل بيا خبرې اترې وشي دا د افغانستان لپاره د تعجب وړ او نااميد کوونکې ده.”

ده وويل ، چې د افغانستان د  سولې په بهير کې د پاکستان رول مهم دى، خو که پاکستان دا کار  نه کوي، نو د افغانستان حکومت  د سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

موسى زي وويل ، چې د افغانستان د دولت د سولې هڅې به د سولې  شورا په چوکاټ کې دوام ومومي.

د ده په خبره ، د افغانستان دولت په دې باور دى ، چې د طالبانو ډېر مشران چې په پاکستان کې دي د سولې غوښتونکي او د خپل هېواد له ورانۍ اندېښمن دي.