جلال اباد (پژواک، ١٠ ورى ٩٢): د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې يې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نيولى دى.
د ٢٠١ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال محمد نعمان هاتفي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن (د وري لسمه) له غرمې وروسته په شاوخوا دوه بجو د ملي اردو د سرتېرو له لوري د بټي کوټ په باريک اب سيمه کې يو کرولا ډوله موټر نيول شوى دى.
ده زياته کړه، د ياد شوي موټر چلوونکى په تېښته بريالى شوى دى.
د يو بل خبر له مخې، د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې شپږ وسله وال مخالفين له دولت سره يوځاى شوي دي.
د ٢٠١ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول هاتفي وايي، دغه کسان د الينګار په کله ګوش سيمه کې د ملي اردو ځواکونو ته تسليم شوي او خپلې وسلې يې سپارلې دي.