غزني ښار (پژواک ۱۰ ورى ۹۲): د غزني چارواکي وايي چې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې د درېيو قوماندانانو په ګډون ۱۴ وسله وال طالبان او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د غزني د والي وياند فضل محمد سباوون پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پېښه نن سهار شاوخوا نهه نيمې بجې د غزني ښار اړوند د اسفندې په سيمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې وسله والو طالبانو د بهرنيو ځواکونو پر کتار بريد وکړ.
ده زياته کړه، وروسته سيمې ته الوتکې راغلې او پر هغوى يې هوايي بريد وکړ، چې په ترڅ کې يې د درېيو قوماندانانو په ګډون ۱۴ وسله وال طالبان او دوه ملکي وګړي ووژل شول او ګڼ شمېر نور طالبان ټپيان شول.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې د دوو مېرمنو او يوه ماشوم په ګډون ٧ عام وګړي هم ټيپان دي.
بل خوا عيني شاهدان بيا وايي، چې په دې پېښه کې پنځه ملکي وګړي او ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ملکي کسان ټپيان دي.
د غزني د اسفندې د سيمې يوه اوسېدونکي او عيني شاهد احمدګل پژواک ته وويل، د بهرنيو ځواکونو پر کتار طالبانو بريد وکړ، چې وروسته الوتکې راغلې او بمبار يې وکړ.
ده زياته کړه: “وسله والو طالبانو د ملکي کسانو موټر درولي وو، چې په دې وخت کې بهرنيو ځواکونو په دوو موټرو بمونه واچول.”
په دې پېښه کې ټپي شوي ۱۵ کلن ماشوم احمدجان بيا وويل: “طالبانو زموږ موټر ودرول، يو طالب موټر ته راوخوت، په دې وخت کې درب شو، نور په ځان نه يم پوهېدلى.”
ده پژواک ته زياته کړه، د دوى په موټر کې ټول پنځه کسان وو، چې درې تنه يې نادرکه شوي او ښايي وژل شوي وي.
په کابل کې دايساف مطبوعاتي دفتر پژواک ته وويل، افغان ځواکونو وروسته له هغه له دوى د هوايي ځواک مرسته وغوښته، چې وسله والو مخالفينو پر دوى بريد وکړ.
سرچينې زياته کړې، دوى د عملياتو پر مهال د ملکي تلفاتو پېښې جدي نيسي او په اړه يې له افغان ځواکونو سره په ګډه پلټنې پيل کړې دي.
که څه هم وسله وال طالبان د خپلو اتو تنو وژل او د پنځو نورو ټپي کېدل مني، خو وايي چې نږدې شل پوليس يې وژلي او۴ رېنجر موټر يې ويجاړ کړي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل، په دې پېښه کې ۱۲ ملکي وګړي، ۸ تنه د دوى ملګري وژل شوي او پنځه نور وسله وال طالبان ټپيان دي.
د ده په خبره، مقابل لوري ته يې هم درانه تلفات دي.