مزارشريف ( پژواک ١٠ ورى ٩٢ ) : د بلخ او تخار روغتيايي مسوولين وايي، چى په دې ولايتونو کې ډېرى خلک سمو روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی نه لري.
هغوى دا څرګندونې په مزارشريف ښار کې د شمال او شمال ختيځ زون د عامې روغتيا مسوولينو لپاره د پلان جوړونې او راپورليکنې په درې ورځني سيمينار کې وکړې.
دغه سيمينار د وري په ۱۰مه، په مزارشريف کې د بلخ ولايت په ملکي روغتون کې د عامې روغتيا وزارت له خوا پيل شو، چې د شمال زون د بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل او فارياب ولايتونو د عامې روغتيا مسوولينو په کې برخه درلوده.
د عامې روغتيا وزارت د پلان رييس ډاکټر محمد اکرم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه سيمينار يې په هېواد کې د ښو روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه جوړ کړی دی.
نوموړي زياته کړه، چې لا هم د ځينو روغتيايي ادارو ځينې ولايتي مسوولين دې ته اړتيا لري، چې پوه شي، د روغتيا په برخه کې د وړاندې شوي پلان له مخې ، څه ډول کار وکړي او څنګه راپور يې برابر کړي .
د هغه په وينا، که چېرې په هېواد کې روغتيايي چارې د پلان له مخې وړاندې نه شي، نو ټولو سيمو ته به يو ډول روغتيايي اسانتياوې وړاندې کول ناشوني شي.
ډاکټر اکرم وويل، چې په ياد سيمينار کې به د ولايتونو ادارو مسوولين د خپلو ولايتونو د اړتياوو او د ستونزو له شريکولو وروسته د مرکز پلان لا غني کړي.
د بلخ د عامې روغتيا رييس ډاکټر ميرويس ربېع پژواک اژانس ته د ورته سيمينارونو جوړېدل د روغتيايي چارو د ګړنديتوب ښه لاره وګڼله.
نوموړي زياته کړه، چې د دې سيمينارونو په وسيله نه يواځې دا، چې له نويو لارو سره بلدېږي، بلکې د نورو ولايتونو له روغتيايي مسوولينو سره خپلې تجربې شريکوي .
که څه هم ډاکټر ربېع مزارشريف د هېواد په کچه د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د مخکښو ولايتو په ليکه کې وباله،خو ويې ويل، چې په دغه ولايت کې هم ټول خلک په سمه توګه روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی نه لري.
نوموړي زياته کړه، چې دوی د کلينيکونو، پرسونل او درملو له کمښت سره مخ نه دي، خو د کليو په کچه د ځينو پرمختګونو د نشتوالي له امله د دوی چارې سمې پر مخ نه ځي.
د هغه په وينا، د کليو او ولسواليو تر منځ د سړکونو نشتوالی له ټولو ستره ستونزه ده، چې له امله يې ناروغ پر وخت روغتيايي مرکز ته نشي رسېدلی.
همداراز د تخار ولايت د عامې روغتيا رييس حفيظ الله ساپي وويل، چې په تېرو څو کلونو کې په دغه ولايت کې د روغتيا په برخه کې خورا زيات کار شوی دی.
نوموړي زياته کړه، چې له شوي کار سربېره هم په دغه ولايت کې د خلکو د درملنې ټولې اړتياوې نه شي پوره کولی.
د هغه په وينا، له ټولو ستره ستونزه يې د ښځينه ډاکټرانو کمښت دی، چې له ولسواليو سربېره په مرکز کې هم له يادې ستونزې سره لاس او ګرېوان دي.
ساپي وويل، چې په دغه ولايت کې ۷۶ روغتيايي مرکزونه روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.