Language

په ننګرهار کې تاريخي استوپې د له منځه تللو په حال کې دي

جلال اباد (پژواک،١٠ ورى ،٩٢): په ننګرهار کې د بودايانو د وخت تاريخي استوپې د له منځه تللو په حال کې دي.

د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې  د بودايانو د وخت استوپې ، چې شاوخوا دوه نيم زره کلن تاريخي شاليد لري موجودې دي، چې اوس يې ډېرى له منځه تللي ا و پاتې يې د له منځه تلو په حال کې دي.

د سيمې اوسېدونکو او زورواکانو په سره رود ولسوالۍ کې د ډېرو استوپو ټول حريمونه غصب کړي دي.

که څه هم استوپې اوس ډېرې تخريب شوي ،خو د ځينو نسبتاً جوړو استوپو لوړوالى شاوخوا پنځلس مترو ته رسيږي،  چې بر به يې هم لس  متره وي.

د کابل پوهنتون استاد او څېړونکى پوهندوى لال پاچا ازمون پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يادې استوپې د بودايانو او زردشتيانو په وخت کې جوړې شوې وې.

 د هغه په وينا، د وخت حاکمې طبقې به ولس او په خپل منځ کې د دغو استوپو په وسيله يو بل ته پيغام رساوه.

دى وايي: (( د استوپو په سر به يو کس ولاړ و او د يوې مهمې غونډې او يا هم د خلکو د رابللو لپاره به يې سورنى غږاوه.))

استاد ازمون وايي ، چې يادې استوپې د وخت تاړاکونو ټولې  تخريب کړې دي.

د ده په وينا، چې د وخت يوې حاکمې ډلې هم دغو تاريخي ځايونو ته پام نه دى کړى.

نوموړي زياته کړه : ((دغو ډول تاريخي ځايونو ته بايد دولت پام وکړي او ساتنه يې وکړي.))

د ازمون په خبره ، چې له استوپو سره په خواکې په سره رود ولسوالۍ کې يو شمېر سمڅې هم موجودې دي ، چې د هغو په ساتنه کې هم دولت پاتې راغلى دى.

د سيمې اوسېدونکي ، ليکوال او شاعر عبدالعزيز غيرت پژواک اژانس ته وويل، چې يادې استوپې د سيمې د خلکو له خوا په خپله ويجاړې شوې دي .

 دى وايي ،چې دسيمې اوسېدونکو داسې فکر کاوه، چې ګواکې په استوپو کې بودايانو قيمتي مجسمې او يا هم نور زيورات ځاى پر ځاى کړي، نو ځکه يې د استوپو په پرانيستلو کې دريغ نه دى کړى.

هغه زياته کړه : (( هجرت کلي،تورغر،شاهي کلا،عبدالله کلا او داسې نورو ځايونو کې دا ډول استوپې شته.))

د ده په خبره ، چې په سره رود کې د پخوانيو بودايانو د تمدن ښار ، چې تر خاورو لاندې پټ شوى و، هم موجود دى.

د سيمې يوه بل اوسېدونکي عبدالواسيع انتظار وويل، چې د کرزي د موقتې ادارې له رامنځته کېدو سره سم دوى د شپې په پټه د بودايانو پر پخواني ښار، چې تر خاورو لاندې شوى و، کار پيل کړ، چې د خاورو له پورته کېدو سره به د پخوانيو اثارو مات کودي د دوى  لاس  ته ورتلل، دى ټوله پړه پر ځان اچوي  .

هغه زياته کړه : ((موږ په مسلکي ډول هغه نه شواى کيندلى او اکثره اثار زموږ نه مات شوي دي.))

بلخوا سرمحقيق عبدالله بختاني خدمتګار پژواک اژانس ته وويل ، چې پر دغه ښار د بودايانو له واکمنۍ څخه وروسته ځکه خاورې اړول شوې وې، چې د اسلام تر راتګ وروسته د عامو خلکو ذهنيت بل لور ته وانه اړول شي .

استاد بختانى زياتوي، چې د خلکو له لوري  ياد اثار ټول په غېر مسلکي ډول راويستل شوي ، چې هر څه يې له منځه وړي دي.

بختانى وايي ، چې دولت بايد د دغو قديمه اثارو ساتنې ته ډېر پام وکړي، ځکه چې اکثره استوپې شاوخوا عامو وګړو نيولې دي.

هغه زياته کړه: ((ګېرچاپيره يې ترې کورونه جوړ کړي او څو کاله وروسته به استوپې هم غصب شي.))

د تورغوڼدۍ په سيمه کې يوه ٦٠% ويجاړه شوې استوپه ، چې ګېر چاپېره ختيځ خوا ته يې کورونه جوړ شوي، موجوده ده، خو چې کله د کورونو له  خاوندانو څخه ددې ځايونو د ملکيت په اړه وپوښتل شول ، نو هغوى وويل، چې دا ځايونه يې پلرني دي.

بله خوا د ننګرهار د اطلاعات او کولتور رييس اورنګ صميم دا ومنله، چې په سره رود ولسوالۍ کې ډېرى فرهنګي ميراثونه د تخريب له ګواښ سره مخ دي.

 خو زياتوي، چې په دې اړه يې د وزارت له مقام څخه رانيولې د ولايت تر کچې يې خپلې اندېښنې ور سره شريکې کړې دي.

هغه زياته کړه :((ننګرهار د ګنداهارا د تمدن د مرکز په حيث ګڼ تاريخي ځايونه او اثار لري، خو له بده مرغه موږ يې په ساتنه کې نه يوبريالي شوي.))

اورنګ صميم وايي ، چې په هېواد کې د تاريخي اثارو د ساتنې په موخه يوه امنيتي قطعه ٠١٢ موجوده  ده ، چې د هېواد د تاريخي او فرهنګي ميراثونو ساتنه کوي، خو ياده قطعه په ننګرهار کې هېڅ ډول فعاليت نه کوي.

دى وايي : ((ما د دغې قطعې غوښتنه کړې او بيا هم په هڅه کې يو.))

د اطلاعات او کولتور رييس وايي، چې تېره ورځ هم د سره رود په زيړانيو  سيمه کې د تاريخي اثارو د ساتنې پر وړاندې يو خنډ راپورته شوى و، چې د يادې ولسوالۍ د ولسوال په همکارۍ له منځه يوړل شو.

نوموړى هم د غصب موضوع تاييدوي او وايي، چې په کار ده په دغه برخه کې ولس له دولت سره همکاري وکړي، تر څو د فرهنګي او تاريخي ميراثونو ساتنه وشي.

هغه وايي : ((په نورو ټولنو کې خلک په خپله د تاريخي ميراثونو ساتنه کوي، خو زه په ډېر افسوس سره وايم، چې دلته يې له منځه وړي.))

ياده دې وي، چې د سره رود په ولسوالۍ کې د شافيض الله اغا تاريخي ګمبدې هم موجودې دي، چې يادې ګمبدې هم د له منځه تلو په حال کې دي.

Related Topics