مزارشريف (پژواک، ١١ ورى ٩٢): د بلخ ولايت د نفتي توکو او اوبلن ګازو رياست مسوولين وايي، چې د تېر کال په پرتله يې عوايد ۵۰ سلنه کم شوي دي.
د بلخ په حيرتان بندر کې د نفتي توکو او اوبلن ګاز د رياست مسوول محمد صابر ظهير د وري په ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ماليې د زياتوالي او د سوداګرو تر منځ د ناسمې سيالۍ له امله په ۱۳۹۱ کال کې د دغه رياست عوايد ۵۰سلنه کم شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې په ۱۳۹۰ لمريز کال کې د ياد رياست عوايد ۸ ميليونه امريکايي ډالرو ته رسېدل، خو په ۱۳۹۱کال کې د دوی عوايد څه کم ۴ميليونه امريکايي ډالر ته راښکته شوي دي.
د هغه په وينا، د مرکزي دولت له خوا د ماليې د لوړوالي او د سوداګرو تر منځ د ناسمې سيالۍ له امله د دغه رياست په عوايدو کې کموالی راغلی دی.
د نفتي توکو او اوبلن ګازو رييس د دغه رياست د عوايدو په کمښت کې د يادو لاملونو تر څنګ د ځينو ګاونډيو هېوادونو لاسوهنه هم وګڼله، چې هڅه کوي، نفتي توکي د دوی د بندرونو له لارې افغانستان ته وارد شي.
نوموړي زياته کړه: ((پاکستان او ايران د ازبکستان له لارې په زياته پيمانه د نفتي موادو وارداتو اندېښمن کړي دي، دوی د خپلو لاسوهنو له لارې هڅه کوي، چې د افغان سوداګرو لوری د تورخم او هرات بندر ته واړوي، چې افغانستان ته د نفتي موادو د صادراتو ګټه دوی ته ورسېږي.))
د بلخ ولايت يو شمېر سوداګر بيا له مرکزي دولت نه پاملرنه او په حيرتان کمرګ کې سوداګرو ته د اسانتياوو نشتوالی د نفتي توکو او اوبلن ګازو د عوايدو د کمښت لامل ګڼي.
د مزارشريف سوداګر سيدطاهر روشن زاده پژواک اژانس ته وويل، مرکزي دولت په هغه کچه چې ورته اړتيا ده، د هېواد کمرګونو ته پام نه کوي.
نوموړي زياته کړه، چې په ډېری کمرګونو کې سوداګريز توکي پرته له دې چې قانوني ماليه دولت ته وسپاري، په قاچاقي توګه او يا هم د رشوت ورکولو له لارې واردېږي.
د هغه په وينا، دا چې په حيرتان کمرګ کې تر ډېره دوی ماليه سپاري نو له امله يې په ازاد بازار کې له نورو سوداګرو سره سالمه سيالي نه شي کولی.
روشن زاده وويل، چې له همدې امله د نفتي توکو ځينو سوداګرو له حيرتان بندر څخه مخ ګرځولی، چې له امله يې عوايد کم شوي دي.
د نفتي توکو او اوبلن ګازو رييس ظهير په دغه رياست کې د اداري فساد شتون په کلکه رد کړ او زياته يې کړه، چې له همدې امله ځيني سوداګر د هېواد نورو کمرګونو ته تللي دي.
نوموړي زياته کړه، چې له ۱۳۹۱کال څخه مخکې د هېواد ۷۰سلنه نفتي توکي د حيرتان بندر له لارې هېواد ته را واريدېدل، چې په تېر کال کې دغه کچه خورا کمه شوې ده.
د هغه په وينا، که چېرې مرکزي دولت په هېواد کې د شته کمرګونو د ستونزو په اړ جدي کړنې ونه کړي؛ نو په شته کمرګي عوايدو کې به هم کمښت راشي.