Language

کندوز ښار (پژواک، ١١ ورى ۹۲): د کندوز امنيتي چارواکي وايي، اووه شکمن کسان يې د جنايي جرمونو په تور نيولي او دوه ماشومان يې هم د تښتوونکو له منګولو ژغورلي دي.

 د کندوز د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبادالله تلوار، نن پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه اووه شکمن کسان يې وروسته له هغه ونيول، چې څو ورځې وړاندې د کندوز- علي اباد ولسوالۍ پر لويه لاره له تخار څخه د راتګ په حال کې د دوو ۳۰۳ ډوله موټرو سپرلۍ د وسله والو غلو ښکار شوې.

 تلوار زياته کړه، نيول شوي کسان په وژنې، وسله والو غلاوو، سړي تښتونې او نورو جنايي جرمونو کې ښکېل دي، چې د تېرو دوو ورځو په ترڅ کې يې په بېلابېلو سيمو کې نيولي دي.

 هغه وويل: “د دغو کسانو په نيول کېدو سره به په دغه ولايت کې تر ډېره بريده امنيتي حالت ښه شي.”

 د کندوز د امنيت امر د معلوماتو له مخې، له نيول شويو کسانو څخه يوه تومانچه او يو شمېر د غلا وسايل، لکه چاقو، جعلي پيسې او بوکس پنجې هم ترلاسه شوي دي.

 بلخوا امنيتي چارواکي وايي، دوه کوچني ماشومان چې درې  ورځې وړاندې له کندوز څخه بغلان ته تښتول شوي وو، د سړي تښتوونکو له منګولو  هم ژغورلي دي.

  د کندوز د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال ويس الدين تلاش پژواک ته وويل، دغه ماشومان يې د کندوز-بغلان پر لويه لار  د موټرو د پلټنې پرمهال ژغورلي، خو عاملان يې په تېښته بريالي شوي دي.

تلاش وايي: “سړي تښتوونکي تل له داسې ورته ماشومانو څخه په تخريبي اعمالو کې ګټه پورته کوي.”

 د ماشومانو پلار سردار احمد، چې په کندوز ښار کې اوسېږي، وايي، ماشومانو يې په کور کې د لفظي شخړې له امله خپل کور پريښى وو.

 ده زياته کړه: “زما دوه ماشومان درې ورځې وړاندې له کوره بهر ووتل او درک يې نور ونه شو؛ نن سهار امنيتي کسانو راته ټېلېفون وکړ ،چې زامن مې درته پيدا کړي دي؛ زه له دوی ډېر خوشحاله يم.”

ديو بل خبر له مخې، د ملي امنيت عمومي رياست وايي، چې په جوزجان او نيمروز ولايتونو کې يې درې ورانکاري نيولي دي.

د ملي امنيت له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د جوزجان په قوش تيپه ولسوالۍ کې يې په ځانګړو اوپراتيفي عملياتو کې يو وسله وال مخالف چې په ياده سيمه کې په ورانکارو او ترهګريزو کړنو کې لاس درلود، نيولي دي.

د خبرپاڼې په وينا، د نيمروز په خاشرود او کنګ ولسواليو کې هم دوه تنه ورانکاري نيول شوي دي.

د سرچينې په خبره، دې کسانو په لومړنيو څېړنو کې په خپل جرم اعتراف هم کړى دى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.