غزني ښار (پژواک ۱۱ ورى ۹۲): د غزني امنيتي مسوولين وايي، چې په ګيلان ولسوالۍ کې يې په مخامخ نښتو کې ۱۲ وسله وال طالبان وژلي دي.
د ۲۰۳ نمبر تندر قول اردو له درېيمي پلې لوا څخه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن يې د ګيلان په پردل او ليبرو سيمو کې له وسله والو طالبانو سره په مخامخ نښته کې ۹ وسله وال طالبان، چې دوه يې پاکستانيان دي، وژلي او يو بل يې ټپي کړى دى.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د يادې لوا منسوبينو د ګيلان په ګوړي تپې سيمه کې هم له وسله والو طالبانو سره نښته کړې او په کې درې وسله وال وژل شوي دي.
د سرچينې په وينا، دغه راز په لوګر، پکتيکا او غزني کې يې له وسله والو مخالفينو زيات شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دغو عملياتو کې د دوى ځواکونو او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسله والو طالبانو تر دمګړۍ په دې اړه څه نظر نه دى څرګند کړى.