Language

 

مزارشريف (پژواک، ١١ ورى ۹۲): د پاکستان او افغانستان تر منځ يوه ستونزه د ډيورنډ کرښه ده، دغه هېواد افغانستان ته ښه نيت نه لري او هڅه کوي، چې تر خپل اغېز لاندې يې راولي.

دغه څرګندونې په مزارشريف کې د افغانستان د مدني ټولنو د مجمتع له خوا د راتلونکي کال ټولټاکنو او د ولسواکۍ په اړه جوړ شوي کنفرانس کې د سياسي ګوندونو استازو او د مدني ټولنو غړو وکړې.

په دې وروستيو کې د افغانستان او پاکستان اړيکې يو ځل په سياسي کچه ترېنګلې شوي، چې د افغانستان بېلا بېلو چارواکو دغه هېواد د سولې په روانه پروسه کې په نه همکارۍ تورن کړی دى.

په مزارشريف کې د وري په ۱۱مه، “د ۲۰۱۴ټولټاکنې او د افغانستان د ولسواکۍ راتلونکی)” تر سرليک لاندې جوړ شوي کنفرانس کې د هېواد د بېلا بېلو سياسي ګوندونو استازو او د مدني ټولنو غړو برخه اخيستې وه.

د ملي ايتلاف وياند فضل الرحمن اوريا په ياد کنفرانس کې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د يوه فاسد حکومت او ناتوان ولسمشر له امله ګاونډيو هېوادونو او نورو ته په افغانستان کې د لاسوهنې زمينه برابره شوې ده.

نوموړي زياته کړه: “له پاکستان سره زموږ يوه عمده ستونزه د ډيورنډ کرښه ده. پاکستان هېڅ افغان ته په درنښت قايل نه دی، بېلا بېلې هڅې کوي، چې افغانستان په خپله مستعمره باندې بدل کړي.”

د هغه په وينا، افغان چارواکو په تېرو لسو کلونو کې دې اړخ ته ډېره ناپامي کړې ده. له تېرو دوو کلونو پاکستان په افغانستان کې خونړۍ جګړه رهبري کوي، خو افغان چارواکي ورته د ورور خطاب کوي.

اوريا وايي: “افغانان بايد د پاکستان د تجزيې هڅه وکړي، بله هېڅ لاره نشته ده، په کومه ورځ چې دغه هېواد تجزيه شي، نو افغانستان به د دې منطقې باچا هېواد وي.”

همداراز د ياد کنفرانس ګډونوال او د مدني ټولنې غړي ليکوال اسدالله ولولوجي وويل، چې پاکستان د افغانستان لپاره ښه نيت نه لري او بايد ډېره پخوا يې مخه نيول شوې وای.

نوموړي د پاکستان په اړه د افغان حکومت د وروستي دريځ ننګه وکړه؛ خو زياته کړه، چې بايد په عمل کې همداسې په ډاګه کړي.

د هغه په وينا، دی يقين نه لري چې افغان حکومت دې په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنې مخه ونيولی شي.

خو د مزارشريف اوسېدونکي او مدني ټولنې غړي استاد غلام علي وويل، افغان دولت د دې وس لري، چې په هېواد کې د پاکستان د هراړخيزو لاسوهنو مخه ډب کړي.

نوموړي زياته کړه: “د دواړو هېوادونو د وروستي کړکېچ په اړه مې په رسنيو کې واورېدل، چې پاکستان د سولې د همکارۍ په نتيجه کې افغانستان ته شرط ايښی، چې بايد له هندوستان سره اړيکې ونه ساتي.”

د هغه په وينا، پاکستان تل دغه ډول بې ځايه څرګندونې کړي او افغانان يې پر وړاندې چوپ پاتې شوي دي.

غلام علي وايي، افغان حکومت بايد دا ځل د پاکستان پر وړاندې په خپل دريځ کلک ودرېږي او پلى يې کړي.