مزارشريف (پژواک ١١ ورى ٩٢): د ملي دفاع وزارت وايي، چې د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د دغه وزارت له خوا د وري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عمليات تېره ورځ د چمتال ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره او په ترڅ کې يې ١٢ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې په عملياتو کې د وسلو او مهماتو ترڅنګ ٨ موټرسايکلونه هم ګډو ځواکونو ترلاسه کړي دي.
په شمال کې د پوليسو د ٣٠٣ پامير زون قوماندانۍ وياند لعل محمداحمدزي پژواک اژانس ته وويل، چې دغه عمليات د جمعې په ورځ د چمتال ولسوالۍ د البرز سيمې په غرنيزو سيمو کې د پوليسو او ملي اردو ځواکونو له خوا ترسره شوي دي.
د هغه په وينا، په وژل شوو طالبانو کې دوه قوماندانان هم شامل دي.
د البرز سيمې يوه قومي مشر حاجي سيدو پژواک اژانس ته وويل، چې د دغو عملياتو پر مهال ايساف ځواکونو هوايي بمبار هم کړى دى.
خو د هغه په وينا، په دغو عملياتو کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.