مزارشريف ( پژواک ١٢ ورى ٩٢ ) : د عامې روغتيا وزيره وايي، چې لا هم د هېواد په لرې پرتو کليوالو سيمو کې د روغتيايي مرکزونو د ودانيو د نشتوالي له امله روغتيايي چارې ټکنۍ پر مخ ځي.
د عامې ورغتيا وزيرې سوريا دليل د وري په ۱۲مه، وروسته له غرمې د مزارشريف ښار په خالد بن وليد مېنه کې روغتيايي ښوونيز مرکز د بنسټ ډبرې د کېښود څخه وروسته خبريالانو ته وويل، چې په لرې پرتو کليوالو سيمو کې د روغتيايي اسانتياوو برابرول د دغه وزارت له اساسي هدفونو څخه دي.
خو نوموړې زياته کړه، په کليو کې د درملنې يو ستره ستونزه د د کلينکونو د ودانيو نه لرل دي، چې له امله يې دوی چارې په سمه توګه نه شي تر سره کولی.
د هغې په وينا، لا هم په ټول هېواد کې ۲۰۵ کلينکونه په کرايي خونو کې درمليز فعاليتونه کوي، چې ډېری په لرې پرتو سيمو کې دي.
دليل وويل، که چېرې په نورو پراختيايي چارو کې ګړندۍ کار وشي؛ نو له دې سره هم په لرې پرتو سيمو کې د ناروغۍ کچه کمېدی شي.
نوموړې زياته کړه، چې لا هم په لرې پرتو سيمو کې سړکونه نه دي جوړ، چې له امله عام خلک روغتيايي مرکزونو ته لاسرسی نه لري.
د هغه په وينا، په لرې پرتو سيمو کې د روغتيايي چارو په برخه کې بشري سرچينو ته اړتياوو لري، چې د ياد مرکز له لارې به په بلخ ولايت او شمال زون کې دغه ستونزه تر ډېره حل کېږي.
د بلخ ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر ميرويس ربيع د جوړېدونکي روغتيايي ښوونيز مرکز په اړه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه مرکز د ۳۵ مليونه افغانيو په ارزښت، چې ۳۳ ميلونه يې د المان هېواد لخوا او ۲ميلونه يې د حکومت د بوديجې لخوا لګول کېږي، په دولس مياشتو کې جوړ شي.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه مرکز کې به د بلخ ولايت تر څنګ د شمال زون د عامې روغتيا د کارکوونکي به پکې علمي و تخنيکي زده کړې کوي.
د هغه په وينا، دغه مرکز به د کنفرانسونو تالار، صنفونه، کتابتون او نورې د اړتيا وړ خونې ولري.
ډاکټر ربېع وويل، چې له ياد مرکز سره به په بلخ ولايت کې د عامې روغتيا چارې د کيفيت له مخې خوار پرمختګ وکړي، چې دوی ورته ډېره اړتيا لري.
نوموړي زياته کړه، چې مخکې به دغه چارې په ملکي روغتون کې دننه پر مخ وړل کېدې، چې د ناروغانو د درمليزو چارو تر څنګ به يې په ښه توګه ترسره کېدل ناشوني وو.