Language

دوولس وسله وال د سولې له پروسې سره يوځاى شول

جلال اباد (پژواک ١٢ ورى ٩٢): په نورستان او ننګرهار ولايتونو کې دوولس وسله وال مخالفين د سولې له پروسې سره يوځاى شول.

د نورستان د سولې کمېټې مشر حاجي عبدالحليم د وري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې اته وسله وال مخالفين د سولې له پروسې سره يو ځاى شول.

هغه زياته کړه، چې دغه مخالفين تر دې وړاندې د دغه ولايت  په  نورګرام ولسوالۍ کې پر وسله والو فعاليتونو بوخت وو.

د ده په خبره، چې يادو وسله والو يو شمېر درنه او سپکه وسله هم د سولې پروسې ته سپارلې ده.

حاجي عبدالحليم زياتوي، چې تر اوسه د نورستان ولايت د سولې له کمېټې سره ١٥ وسله وال يوځاى شوي دي.

همدراز د يوه بل خبر له مخې، په ننګرهار ولايت کې هم د دولت څلور وسله وال مخالفين د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي.

د سولې د ولايتي کمېټې مسوول ملک نذير پژواک اژانس ته وويل، چې دغه مخالفين د ښېوې په ولسوالۍ کې ورانکاره کړنې ترسره کولې.

د ملک نذير په خبره، له د يادو وسله والو سره څلور ميله سپکې او درنې وسلې هم موجودې وې چې د سولې شورا ته وسپارل شوې.

د يادې ډلې قوماندان محمدامين پژواک اژانس ته وويل، چې پخوا د ځينو کړيو په لمسون غوليدلى و خله له دې وروسته به د خپل هېواد خدمت کوي.