Language

د لښکرګاه زندان مسوولين له بنديانو سره په ناوړه چلند تورن شول

لښکرګاه (پژواک١٢ ورى ٩٢): د لښکرګاه د مرکزي زندان د بنديانو د کورنۍ غړي ګواښ کوي، چې که زندانيانو ته بشپړ حقوق ورنه کړل شي، دوى به سخت غبرګون وښيي.

په دغه زندان کې شاوخوا يوه مياشت وړاندې بنديانو د خپلو حقونو په موخه اعتراض وکړ او د دوو پوليسو په ګډون يې د زندان يو شمېر کارکوونکي يرغمل ونيول، چې په رامنځته شوې اخو ډب کې يو شمېر کسان هم ټپيان شول.

خو تر څلورو ورځو هلو ځلو او له کابل څخه د راغلي پلاوي له مداخلې وروسته دا ستونزه هواره شوه.

خو اوس بيا د يو شمېر بنديانو وارثين دعوه کوي، چې شوې پرېکړه چارواکي نه عملي کوي او غواړي ځيني بنديان په خونو کې بند وساتي او دا د زندان د اصولو خلاف عمل دى.

د ملاسيف الله په نوم يوه قومي مشر پژواک اژانس ته وويل، دوى د ټولو بنديانو له خپلوانو د دې ستونزي د حل په موخه لس تنه ټاکلي، چې له چارواکو او اړوند مسوولينو سره پرې خبرې وکړي.

نوموړي زياته کړه، اوس هغه ستونزه لا پر ځاى پاتې ده، بنديانو د زندان له پرسونل پرته نورو پنځلس پوليسو ته، چې له امنيه قوماندانۍ څخه ورلېږل شوي، د ننوتو اجازه ورکړي او لامل يې دا دى چې د زندان اصلي مسوولين هڅه کوي ځيني بنديان بيا کوټه بنده کړي.

ملاسيف الله وايي، چې تر دې ستونزې وړاندې هم له بنديانو سره ناوړه چلند کېده؛ د ځينو غوښتنو په بدل کې پيسې ترې اخيستل کېدې او شپه ورځ به کوټه قلفي وو.

د ده په خبره، د لمانځه اوداسه او له يوې خونې بلې ته د تلو پر مهال هم بډې ځينې غوښتل کېدې، له همدې امله مخکنۍ ستونزه رامنځته شوه او د زندان په دننه کې نظم خراب شو.

 حاجي مولاداد هم د شکايت کوونکو په ډله کې وويل، چې دوى د خپلو بنديانو د خوشې کېدو غوښتنه نه کوي، يواځې په زندان کې د نړيوالو اصولو د پلي کېدو غوښتونکي دي.

د هغه په وينا، که چېرې داسې کارونه کېږي، په زندان کې دننه به بنديان او بهر به يې خپلوان لاريونونو، اعتصاب او د دولت پر خلاف په کړنو لاس پورې کړي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک که څه هم د خلکو ستونزې نه ردوي خو وايي، چې پر مخکنۍ پرېکړې ولاړ دي او يو ټاکل شوى کمېسيون پر دې موضع کار کوي چې ژر به ورته د حل لاره پيدا کړي.

هغه پژواک خبرى اژانس ته وويل، بنديان که جنايي دي او که سياسي، چې تر زندان پورې ورسېږي بيا له هېڅ ستونزې سره نه شي مخ کېداى او له بشپړ حقوقو برخمن وي.

نوموړي د شکنجو خبره رد کړه.

ځواک وويل، دا هم د زندان اصول دي، چې سياسي او جنايې او نورو بنديان په خپلو بلاکونو کې وساتل شي، اوس مهال يې په زندان کې يو شمېر بنديان د ځان لپاره ستونزه بولي.

د يادونې ده، چې پرون د ولسي جرګې يوه پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دغه ولايت د بنديانو د شکنجه کولو خبره تاييد کړه.

Related Topics