Language

په ختيځ کې دوه پوليس وژل شوي

جلال اباد (پژواک ١٢ ورى ٩٢): د افغانستان په ختيځو ولايتونو ننګرهار او نورستان کې دوه پوليس وژل شوي دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د  وري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار د هسکې مېنې ولسوالۍ په ياغي بند سيمه کې د پوليسو پر يوې ګزمې چاودنه شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې يواځې يو پوليس وژل شوى او بل چا ته زيان نه دى اوښتى.

بلخوا د نورستان امنيه قومانداني وايي، چې د دغه ولايت په برګمټال ولسوالۍ کې تېره شپه د وسله والو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې له امله يې يو پوليس وژل شوى او يو بل ټپي دى.

امنيه قوماندانۍ مخالف لوري ته د درنې مرګ ژوبلې ادعا کوي او وايي، چې عامو وګړو ته په کې کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي  ويلي.

دغه راز د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول وايي، چې نن سهار يوولس بجې  د جلال اباد ښار د درونټې په پوسته کې يو سوزکي موټر چې ترياکو په کې بار و، نيول شوى دى.

مشرقيوال وايي، چې په تور يې يو تن هم د پوليسو لاسته ورغلى دى.

Related Topics