Language

په نورستان کې لاريون وشو

جلال اباد (پژواک،١٢ ورى٩٢): د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې سلګونو قومي مشرانو او مخورو د کورنيو چارو وزارت د هغې پريکړې پر ضد لاريون وکړ، چې له مخې يې له ياد ولايت څخه ٨٥٠ پوليس له دندو ګوښه کېږي.

قومي مشر ملک حسن جان د وري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کورنيو چارو  وزارت د يادې پرېکړې پر ضد نن د دې ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو لاريون وکړ.

هغه زياته کړه، چې لاريون کوونکو په نورستان ولايت کې د ٨٥٠ پوليسو د ګوښه کېدلو د پرېکړې غندنه کوي.

نوموړى وايي، که چېرې دغه پوليس له دندو ګوښه شول نو لرې نه ده چې ټول نورستان د طالبانو او پاکستاني جاسوسانو لاسته ولوېږي.

ملک حسن جان وويل، سربېره پر دې چې ياد پوليس دې په دغه ولايت کې پاتې شي بايد يو شمير نور محلي پوليس او د ملي اردو ځواکونه په نورستان کې فعاليت وکړي.

د نورګرام يوه بل اوسېدنکي ژميتل خان پژواک اژانس ته وويل، اوس هم په سرحدي سيمو کې يو شمېر پاکستاني طالبان ورانکاره فعاليتونه کوي چې يو لامل يې د پوليسو او امنيتي ځواکونو کمښت دى.

ده وويل: ((٨٥٠ تنه ډېر پوليس دي او که چېرې دا پوليس لري شي، نو په نورستان کې به ګډوډي شروع شي.))

د لاريون بل ګډونوال ايمل ولي زاده وايي، چې ډېرى وخت مرکزي دولت د نورستان ولايت ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې، د ده په وينا، چې مرکزي دولت تل له نورستان سره د مور او ميرې سلوک کوي.

د نورستان والي تميم نورستاني هم پژواک ته د لاريون د تاييد ترڅنګ وويل، چې د يادو شوو پوليسو د دندو نه په ګوښه کېدو سره به د نورستان ډېرې ولسوالۍ سقوط وکړي او ذمه وار به يې د کورنيو چارو وزارت وي.

هغه وېره څرګندوي، که چېرې د کورنيو چارو وزارت دغه پرېکړه بيرته وانخلي نو ښايي له دندو ګوښه شوي پوليس د وسله والو مخالفينو په ليکو کې د دولت په مخالفت کې ودرېږي، چې د نورستان امنيت به تر ډېر لوى ګواښ لاندې راولي.

تميم نورستاني وويل؛ چې په ګوښه شويو پوليسو کې د سرتېرو ترڅنګ افسران هم شامل دي.

همداراز د نورستان د ولايتي شورا غړى تاج محمد په مرکزي دولت غږ کوي چې په نورستان کې دې د يوې سالمې او قوي ادارې د جوړېدو لپاره هڅې وکړي، نه دا چې پوليس له دندو ګوښه کړي او پر ځاى يې نور پوليس ونه ګمارل شي.

Related Topics