جلال اباد (پژواک ١٣ ورى ٩٢): د ننګرهار شيخ مصري ښارګوټي ته څېرمه د سياه سنګ په سيمه کې مېشت د بېلابېلو سيمو اوسېدونکي پر دولت نيوکه کوي، چې له اسنادو ورکولو وروسته يې هم ورته له سيمې د وتلو امر کړى دى.
د دغه ښارګوټي يو شمېر اوسېدونکو د وري په ١٣مه په يوې اعتراضيه غونډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سره رود ولسوال ورته وروستى اخطار ورکړى او ويلي يې دي، چې په لنډ وخت کې به يې کورونه ورته ړنګ کړي.
د دغه ښارګوټي يوه اوسېدونکي حاجي عبدالرحمن پژواک اژانس ته وويل، چې له ١٣٨١لمريز کال راهيسې د سره رود ولسوالۍ د سياه سنګ په ډاګ کې٠٠٠ ٥ تنه مېشت دي.
هغه زياته کړه، چې دوى په دې سيمه کې لسګونه زره افغانۍ لګښت کړى، کورونه يې جوړ کړي، خو اوس دولت پلان لري ، چې دوى وباسي او د ښوونکو لپاره په کې ښارګوټى جوړ کړي.
دى وايي: ((موږ ته والي، مشرانو جرګې او ولايتي شورا په دې سيمه کې د اوسېدو امرونه راکړي دي.))
عبدالرحمن وويل، چې د هرې نومرې په سر که څومره پيسې تحويلي راځي، دوى يې ورکولو ته چمتو دي.
ده زياته کړه: ((اوس موږ مصرف کړى، نو قانوني پيسې هم تحويلوو.))
د سياه سنګ يو بل اوسېدونکى حضرت حسين وايي، چې د ننګرهار والي ورته امر ورکړى، چې دغه خلک د نومرو مستحق دي او په کار ده چې نومرې ورکړل شي.
هغه زياتوي، چې دلته پراخې دښتې شته، دولت دې د ښوونکو لپاره په بله سيمه کې ښارګوټى جوړ کړي.
حضرت حسين وايي، چې د مشرانو جرګې د شکايتونو د کمېسيون مشر زلمي زابلي ته يې هم دغه ستونزه وړاندې کړې، چې هغه پرې هم خپله فيصله وړاندې کړې، خو تر اوسه پورې د هغه فيصله هم چا ونه منله.
نوموړي زياته کړه، چې که د دوى غږ وانه ورېدل شي، نو دوى به چوپ پاتې نه شي او خپل غږ به تر ولسمشرۍ ماڼۍ ورسوي.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازى اميرخان يار وايي، چې له يادې موضوع څخه خبر دى او په اړه يې يو لړ اقدامات هم کړي دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په افغانستان کې هر افغان د کور حق لري، خو خلک دې د دولت په اجازه کورونه جوړ کړي، نه دا چې دولتي ځمکې غصب کړي.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړې انګېزه شينوارې پر دولت غږ کوي ، چې په هر ځاى کې که چا ځمکه غصب کړې وي، بايد مخه يې ونيول شي.
د دې په وينا، چې په ننګرهار کې د غصب لړۍ ډېره په چټکۍ سره روانه ده او په کار ده چې مخه يې ونيول شي.
بلخوا د سره رود ولسوال سيد علي اکبر سادات پژواک ته وويل، چې د سياه سنګ په سيمه کې مېشتې کورنۍ ټولې په غېرې قانوني ډول پرتې دي.
نوموړى زياتوي، چې اوس د سياه سنګ په دښته د ښوونکو د ښارګوټي نقشه راغلې او يادو خلکو يې مخه نيولې ده.
ولسوال زياتوي: ((دلته د معلمينو رسمي ښارګوټى دى او که نن وي که سبا هغوى به وځي.))
د سره رود د ولسوال په خبره، له مرکزه ورته امر شوى، چې په سياه سنګ کې غاصبين له ځمکو وباسي او د ښوونکو د ښارګوټي لپاره ځاى اماده کړي.
ولسوال زياته کړه، چې مخکې ياده ځمکه د زراعت د رياست اړونده وه، خو اوس په دې ځمکه کې ښاري پلان عملي کېږي او د معلمينو ښارګوټى په کې جوړيږي.
ياده دې وي، چې د روداتو په ولسوالۍ کې هم يو شمېر خلک د دولت په ځمکو کې بې له کومې پوښتنې پراته دي او داسې اندېښنې موجودې دي، چې په راتلونکي کې به دوى هم د يادې ځمکې د ملکيت دعوه کوي.