کابل (پژواک ١٣ ورى ٩٢): د ١٤ کلنو تنکيو ځوانانو د فوټبال ملي لوبـډله د اسيا په مقدماتي سياليو کې کوربه هېواد نيپال ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسيون د ځوانانو د څانګې مسوول سيدعلي کاظمي د وري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ١٤ کلنو تنکيو ځوانانو لوبډله نن په نيپال کې د ١٤ کلنو ځوانانو د ترسره کېدونکو اسيايي سياليو په مقدماتي لوبو کې د خپل ګروپ لومړۍ لوبه له کوربه هېواد نيپال سره ترسره کړه.
هغه زياته کړه، چې د دې لوبې د لومړۍ برخې په ٢٥مه دقيقه کې نيپال يو ګول وواهه او تر دمې پورې نيپال يو د صفر پر وړاندې مخکې و .
خو کاظمي وويل، چې د لوبې په دويمه برخه کې افغانستان ډېره ښه لوبه پيل کړه او دوه پرله پسې ګولونه يې ووهل.
د نوموړي په وينا، د افغانستان له لوري لومړى ګول اميد حيدر په يو دېرشمه او دويم ګول ذکي، په ٤٧مه دقيقه کې وواهه.
هغه زياته کړه، چې د دې لوبې تر وروستيو بل ګول ونه وهل شو او دغه راز افغانستان دا لوبه دوه په يو وګټله.
د کاظمي په وينا، افغانستان په خپل ګروپ کې له بوتان او تاجکستان سره هم سيالۍ لري.
کاظمي وويل، چې د ١٤ کلنو لوبغاړو لوبډله د دغو سياليو لپاره بشپړ تيارى نيولى او تر سفر مخکې يې په کابل کې ښه تمرينونه ترسره کړي دي.
د هغه په وينا، د فوټبال فدراسيون د يادو سياليو لپاره ښه لوبډله ټاکلې او هيله يې څرګنده کړه، چې په يادو سياليو کې به ښې لاسته راوړنې ولري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP