جلال اباد (پژواک،١٣ورى، ٩٢): د ننګرهار يو شمېر فرهنګيان سږنۍ نارنج ګل مشاعره يوه درباري مشاعره بولي.
نن د وري په ١٣مه، د نارنج ګل دوديزه مشاعره ، چې له نيمې پېړۍ زيات عمر لري، د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه.
د ختيځې سيمې ليکوالو او ژورنالېستانو د ټولنې مشر پوهندوى لال پاچا ازمون، پژواک خبري اژانس ته وويل، د نارنج ګل دوديزه مشاعره، چې له ننګرهار سربېره د هېواد له ګوټ، ګوټ څخه ورته په سلګونو شاعران او فرهنګيان راځي، له بده مرغه سږ کال د ننګرهار شاهي ماڼۍ دننه ترسره شوه، چې درباري رنګ يې خپل کړى دى.
نوموړى وايي، له دغې مشاعرې څخه د ننګرهار ډېرى فرهنګيان نه وو خبر او يواځې دولتي چارواکو په کې ګډون کړى وو.
دى وايي: “چې شاعر يا فرهنګي خبر نه کړې، شعر په چا وايي.”
ازمون زياتوي، که چېرې دا ډول دوديزې مشاعرې د ولس له منځه راوځي او درباري بڼه غوره کړي، نو ډېرى فرهنګي ملګري به له دولت څخه خپه شي.
ليکوال او شاعر سرحدي ځواک پژواک ته وويل، چې نارنج ګل يوه دوديزه مشاعره ده، خو په دې وروستيو کلونو کې د ولايتي چارواکو تر اغېز لاندې راغلې او شاعران نه شي کولى، چې د خپل زړه خبره په کې وکړي.
دى وايي: “دا د بيان د ازادۍ خلاف کار دى او په شاهي ماڼۍ کې يې چې مشاعره نيولې، هغه په دې خاطر چې مشاعره سانسور شي.”
د هغه په وينا، د نارنج ګل د دوديزې مشاعرې په قصر کې جوړېدل به د ولس حق تر پښو لاندې کول وي.
شاعر او ژورنالېست رحمت الله زيارمل وايي، سږکال د نارنج ګل مشاعره د والي ګل اغا شېرزي تر انحصار لاندې ده او يواځې هغه څوک ورته رابلل شوي، چې د والي چاپړوسي وکړي.
دى زياتوي: “زه ترې نه يم خبر، ګنې په سيمه کې زه يو ژورنالېست يم او شاعر هم يم؛ همداشان زموږ نور ملګري هم درواخله.”
د زيارمل په خبره، ولايتي ادارې يواځې محدودو کسانو ته کارتونه ورکړي وو او هغوى هم وکولى شول، چې قصر ته له ډېرو تالاشيو وروسته ننوځي.
د ختيځې سيمې ليکوالو او ژورنالېستانو د ټولنې غړي سيدسميع الله سيدي پژواک ته وويل، د نارنج ګل دوديزې مشاعرې ته ټول کال د ننګرهار او يو شمېر نورو ولايتونو شاعران انتظار باسي، خو د ولايتي چارواکو له لوري په شاهي ماڼۍ کې د مشاعرې جوړېدل به د شاعرانو زړه مات کړي.
دى وايي: “دغه مشاعره به د شاعرانو قهر او غوسه راوپاروي، ځکه ټول ورته په تمه وو.”
د ده په وينا، دى په خپله په ننګرهار کې فرهنګي دى او په ژورنالېستکو کارونو بوخت دى، خو دى نه شي کولى ، چې دغې مشاعرې کې ګډون وکړي.
ده زياته کړه: “نو نور عام ولس به په دغه مشاعره کې څنګه ګډون وکړي.”
د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي استاد پوهيالى زمرک ويسا وايي، د نارنج ګل سږنۍ مشاعره يواځې د والي د ستاينې په موخه جوړه شوې ده.
دى وايي، د هېواد په نورو ولايتونو کې دا ډول دوديزې مشاعرې په ډېرې ازادانه فضا کې ترسره کېږي، خو له بده مرغه په ننګرهار کې د نارنج ګل مشاعره درباري شوې ده.
د ده په خبره: “د کونړ سيند مشاعره، نښتر ګل مشاعره او داسې نورې که مونږ وګورو، نو معلومېږي چې د ولس مشاعرې دي؛ مګر دا چې په دربار کې ترسره شوه، دا يوه درباري مشاعره ده.”
خبريال ميرويس رحماني وايي، د نارنج ګل په مشاعره کې شاوخوا ٢٠٠ تنو برخه اخيستې وه، حال دا چې پخوا به دغه مشاعره د زرګونو کسانو شاهده وه.
د هغه په خبره: “کارتونه يې وېشلي و، چا چې کارت نه لاره، نه يې پرېښوده.”
پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د ننګرهار د والي او يا هم د اطلاعاتو او کلتور رييس نظر واخلي، خو ونه توانېد.