Language

هلمند کې ١١ وسله وال د سولې له پروسې سره يوځاى شول

لښکرګاه (پرواک ۱۳ ورى ۹۲): د هلمند په مرکز لښکرګاه او ناوې ولسوالۍ کې د دولت ۱۱ وسله وال مخالفين د سولې له پروسې سره يوځای شول.

د ولسمشر سلاکار وزير صديق عزيزي نن (د وري ١٣مه) په هلمند ولايت کې پژواک خبري اژانس وويل، د دولت پنځه وسله وال مخالفين، چې د لښکرګاه اړوند په بست سيمه کې يې له تېرو څو کلونو راهيسې وسله وال فعاليت درلود، د سولې له پروسې سره يوځای شول.

نوموړى وايي، چې دغو کسانو د سولې ولايتي کمېټې او امنيتي ځواکونو په ګډو هلو ځلو د دولت له مخالفته لاس اخيستى دى.

د دغه ولايت د سولې شورا د ولايتي کمېټې مشر معلم شاولي خبريالانو ته وويل، هڅه به وکړي، چې پخلا شوو کسانو ته د کار زمينه برابره کړي.

په ورته وخت کې د هلمند د ناوې ولسوالۍ امنيه قوماندان دويم څارن احمدشاه هم وايي، چې تېره ورځ د دولت د وسله والو مخالفينو يوه شپږ کسيزه ډله د سولې له پروسې سره يوځاى شوه.

احمدشاه وايي، چې يادو کسانو د ناوې په تريخ ناور، د نادعلي په ماتکي او د ګرشک ولسوالۍ په نهرسراج سيمو کې وسله والې کړنې ترسره کولې.

امنيه قوماندان وايي، چې دې شپږ کسيزې ډلې څلور ميله وسله هم ورسپارلې ده.

نوموړي وويل، د يادو کسانو نومونه ځکه نه ښيي، چې د سولې پروسې ته د سيمې د نورو وسله والو ډلو په رابللو کې ترې مرسته غواړي.

پخلا شوي طالبان هم وايي، چې نور له جګړې ستړي او پر دې پوه شوي، چې جنګ د نورو کسانو له خوا په افغانستان کې د هغوى د ګټو په موخه روان دى.

دوى وايي، اوس يې هوډ کړى، چې د سولې په لمن کې د افغانستان جوړونې لپاره کار وکړي او ټوپک نور پر ځمکه کېږدي.