مزارشريف (پژواک ١٤ ورى ٩٢): د مزار شريف په حيرتان بندر کې د وچې مېوې د صادراتو ستونزه حل شوې؛ خو اوس د لرګيو د وارداتو ستونزه رامنځ ته شوې ده.
د بلخ ولايت د سوداګرۍ او صنايعو رييس ډاکټر محمد هاشم برنا د وري په ۱۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د څلورو مياشتو له ناندريو سربېره هم له ازبکستان هېواد سره د حيرتان بندر په صادراتي او وارداتي ستونزو کې د ياد وړ بدلون نه دی راغلی.
نوموړي زياته کړه، چې درې مياشتې وړاندې دوی د وچې مېوې د صادراتو له ستونزې سره مخ وو، چې دمګړۍ د وچې مېوې د صادراتو د کمښت له امله دغه ستونزه حل شوې ده.
د هغه په وينا، هغه وچه مېوه، چې په بندر کې د ازبکستان د کښتيو له لارې صادرېده، ۹۰ سلنه يې صادره شوې ده.
ډاکټر برنا وويل، هغه مهال د مميزو د صادراتو د ډېروالي تر څنګ د کېنو او کچالو صادرات هم ډېر وو، چې د کښتيو د کم راتګ له امله به صادرات د بندر دې اړخ ته له دوی سره تر ډېره وخته تم کېدل.
نوموړي زياته کړه، چې دمګړۍ د کچالو او کېنو صادرات په موسمي توګه کم شوي او د مميزو صادرات هم د تېر په څېر نه دي.
خو ډاکټر برنا وويل: ((که څه هم د وچې مېوې د صادراتو له مشکل څخه يو څه وتي وو؛ خو له تېرې يوې مياشتې ازبکستان د لرګيو د وارداتو له مشکل سره مخ کړي يو.))
نوموړي زياته کړه، چې په همدې موخه له کابل سره په اړيکه کې دی، چې د ستونزې د حل په موخه ګام پورته کړي.
د دغه ولايت د لرګيو يوه سوداګر حاجي اسماعيل پژواک اژانس ته وويل، چې له تېرې يوې مياشتې ازبکستان د رېل له لارې د لرګيو په وارداتو بنديز لګولی دى.
نوموړي زياته کړه، چې ازبکستان پر سوداګرو فشار راوړي، چې د کښتيو له لارې د لرګيو واردات وکړي، چې خورا ستونزمنه مسئله ده.
د هغه په وينا، د کښتۍ له لارې بايد يو ځل لرګي په قرمز کې بار کړي، بيا د امو سيند څنډې سره ښکته شي او دلته بېرته په کښتۍ کې بار شي، له اوښتو سره سم بايد د افغانستان لوري په لومړي پورت کې ښکته شي او بيا له دې ځايه يو يو لرګى بار شي، چې دغه چارې خورا ستونزمنې تمامېږي.
د حيرتان بندر د لومړي پورت مسوول سيد جميل هم پژواک اژانس ته د شته ستونزو پخلی وکړ.
نوموړي زياته کړه، چې بنسټيزه ستونزه د کښتيو له لارې په وارداتو او صادارتو کې ده، چې هرومرو په کې مشکل پيدا کېږي.
د هغه په وينا، لا هم له افغانستان څخه د وارداتو واګونونه د ازبکستان لوري ته تش روان وي؛ خو ازبکستان اجازه نه ورکوي، چې له دې خوا دې په کې صادرات وشي.
سيد جميل وويل، چې درې مياشتې وړاندې ځکه د وچې مېوې د صادراتو له جدي ستونزې سره مخ شوي وو، چې ازبکستان به مياشت کې دوه کښتۍ د صادارتو د لېږد لپاره استولې؛ خو اوس په اونۍ کې دوه ځلې دوه دوه کښتۍ د صادراتو لپاره راځي.
د هغه په وينا، تر کومې چې له ازبکستان سره د رېل له لارې د بېرته تلونکو تشو واګونونو مسئله حل نه شي؛ نو په حيرتان بندر کې به د کښتيو له لارې د وارداتو او صادراتو په برخه کې ستونزې پر ځای پاتې وي.
د سوداګرۍ او صنايعو رييس ډاکټر برنا وويل، چې افغانستان خپل واګونونه نه لري، چې د خپلو سوداګرو په اختيار کې يې ورکړي.
نوموړي زياته کړه، چې ازبکستان ته د وارداتو د تشو واګونونو بېرته ورتګ هغه ستونزه ده، چې د دواړو هېوادونو لوړ پوړي چارواکي بايد پرې خبرې وکړي.
د يادونې ده، چې له تېرو څو کلونو راهيسې افغان سوداګر د پاکستان له نه همکارۍ شکايت کاوه، خو اوس له ازبکستان څخه يې هم د نه همکارۍ او ورته د ستونزو پيدا کولو شکايت کوي.