غزني ښار (پژواک، ١٤ ورى ٩٢): د غزني چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د ايساف ځواکونو په هوايي بريد کې څلور سيمه ييز پوليس وژل شوي او دوه ملکي وګړي ټپيان دي.
د غزني د ده يک ولسوال فضل احمد د وري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پېښه نن مازيګر ناوخته د يادې ولسوالۍ د سليمانزيو په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
د ده په وينا، دغو سيمه ييزو پوليسو په ياده سيمه کې د سړک پر غاړه د يوه سراچه ډول موټر تالاشي کوله، چې د ايساف د چورلکي له خوا پرې بريد شوى دى.
د غزني د والي وياند فضل سباوون هم له پژواک سره په خبرو کې دغه پېښه تاييد کړه، خو د جزئياتو له ورکولو يې ډډه وکړه.
د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت پژواک ته وويل، چې دوى ته له دغې پېښې څخه د ٤ سيمه ييزو پوليسو جسدونه او يو ماشوم په ټپى حالت کې وروړل شوى دى.
ده زياته کړه، د ټپي شوي ماشوم روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د يادې پېښې په اړه تراوسه د ايساف ځواکونو څه نه دي ويلي.
د يادولو ده، چې درې ورځې مخکې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې هم د ايساف ځواکونو په هوايي بريد کې ١٤ وسله وال او ٢ ملکي وګړي وژل شوي وو.