مزارشريف (پژواک ١٤ ورى ٩٢): په مزار شريف کې د شمال زون د ماين پاکۍ د همغږۍ دفتر مسوولين وايي، چې دغه زون لا هم ځای ځای د ماينونو تر ګواښ لاندې دی.
دوی وايي، چې په دغه زون کې ۵۱۷ ساحې، چې څه باندې ۲۰ کيلومتره مربع مساحت جوړوي، د ماينونو د شتون ګواښ په کې ليدل کېږي.
د دغه دفتر رييس عزيز الله پکتين د وري په ۱۴مه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې دوی له تېرو ۲۳ کلونو په شمال زون کې د ماينونو پاکولو فعاليت کوي.
نوموړي د پژواک خبري اژانس د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې په ياد موده کې يې ۱۰۳۲ ساحې، چې ۳۵کيلومتره مربع جوړوي، له ماينونو پاکې کړې دي.
همداراز يې ۳۹۶ جګړه ييزې ساحې، چې ۱۲۲کيلومتره مربع جوړوي، له جنګي مهماتو پاکې کړې دي.
د هغه په وينا، په ياده پاکاري کې ۳۲زره ۲۰۹ د پرسونل ضد ماينونه او ۱۹۸۹ د وسايطو ضد ماينونه له منځه وړل شوي دي.
همداراز يې په جګړه ييزو سيمو کې له دوه ميليونه څخه ډېر مهمات کشف او له منځه وړي دي.
پکتين وويل، چې د دوی د هڅو په نتيجه کې په ټول شمال کې ۲۹۳ کيلومتره سيمه کې عامو خلکو ته د ارام ژوند اسانتيا برابره شوې ده.
نوموړي زياته کړه، چې تر دې مهال د ماينونو د چاودنو او پاکاري له امله په شوو پېښو کې ۱۷۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ۳۱ يې په کې د ماين پاکۍ کارکوونکي دي.
خو د هغه په وينا، لا هم په شمال زون کې د ماينونو د شتون ګواښ له منځه نه دی تللی.
نوموړي زياته کړه، د دوی هڅې لا هم روانې دي، چې د روان کال په اوږدو کې به تر ګواښ لاندې سيمو باندې کار کوي.
د هغه په وينا، په پام کې لري، چې د ماين پاکۍ ۸ پروژې، چې له لارې به يې ۸۹ ساحې، چې څه کم دوه کيلومتره مربع مساحت جوړوي، له ماينونو څخه پاکه کړي.