جلال اباد (پژواک ١٤ ورى ٩٢): د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د شيخ مصري ښارګوټي سلګونو اوسېدونکو د پوليسو د ناسم چلند پر ضد لاريون وکړ.
دوى ويل، چې په کوز شيخ مصري ښارګوټي کې د کانال رياست د محافظ ټولي يو شمېر پوليس پر يوه کور ور ننوتلي او هغوى يې ګواښلي دي.
د دې پېښې په غبرګون د شيخ مصري ښارګوټي سلګونو اوسېدونکو د وري په ١٤مه لاريون وکړ او د کابل-تورخم لويه لاره يې د جلال اباد په باى پاس کې وتړله.
د شيخ مصري ښارګوټي د ځوانانو د ټولنې مشر صالح پژواک ته وويل، چې تېره ورځ د شيخ مصري په ښارګوټي کې يوه تن د خپل کور زوړ دېوال ، چې پخوا نړېدلى رغاوه، چې د کانال د رييس په امر پوليس يې په کور ور دننه شوي او د کور ښځينه و ته يې بد رد ويلي دي.
صالح وايي، چې دوى د ننګرهار د والي ګل اغا شېرزي د هدايت له مخې، په شيخ مصري ښارګوټي کې ژوند کوي، خو د کانال رياست د دې لپاره چې يو څو پيسې ترې واخلي په عذابوي يې.
د ياد کور خاوند او قومي مشر نوراغا ډاډمن وايي، چې د خپلو حقوقو غوښتنه کوي؛ ځکه پوليس يې پر کور ورننوتي او د دوى سپکاوى يې کړى دى.
د ډاډمن په خبره، چې د کور يو دېوال پخوا باران رنګ کړى و او کورنۍ غوښتل، چې بېرته يې ورغوي، خو پوليسو يې پر کور ور ننوتي او تر ګواښلو وروسته يې کار هم پرې بند کړى دى.
د ننګرهار د کانال رييس انجنير زيارت ګل راحل پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى هېڅ پوليس د چا کور ته نه دى ننوتى، خو يوه کس په کوز شيخ مصري کې غوښتل، چې په دولتي ځمکه کې کور جوړ کړي، دوى يې مخه نيولې ده.
هغه وايي: ((هره ورځ په دولتي ځمکه کې يو کور جوړيږي، نو موږ مجبور يو چې مخه يې ونيسو او که مخه يې نيسو، نو بيا لاريون کوي.))
راحل وايي، چې د شيخ مصري په ښارګوتي کې يواځې ١٧٣٣ کورنۍ کډوال په رسمي ډول پراته دي خو اوس په کې له ٥٠٠٠ زياتې کورنۍ مېشتې دي او ځمکې يې غصب کړې دي.
د سره رود ولسوال سيد علي اکبر سادات وايي، چې پوليسو يواځې د غصب مخنيوى کړى، کومو خلکو چې اوس لاريون کړى په ناقانونه توګه يې په دولتي ځمکه کې کور جوړاوه.
نوموړى وايي، چې د سيمې له خلکو سره يې خبرې روانې دي او ډېر ژر به يې ستونزه هواره کړي.
ياده دې وي، چې نن د نجم الدين اخوندزاده د دارالعلوم زده کوونکو هم يو لاريون کړى و.