هرات ښار (پژواک، ١٤ ورى ٩٢): د هرات چارواکي وايي، په انجيل ولسوالۍ کې د ملي پيوستون پروګرام له لارې د ٧١ پروژو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د هرات د کليو د پراختيا ادارې رييس انجنير اغامحمد صديقي نن پژواک خبري اژانس ته وويل، په انجيل کې دا د ملي پيوستون د پروګرام دوهم پړاو دى، چې لومړى پړاو يې له دې مخکې پاى ته رسېدلى دى.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې ولسوالۍ کې د ملي پيوستون په لومړي پړاو کې د ٥١٣ بېلابېلو پروژو چارې بشپړې شوې دي.
دى وايي، د دوهم پړاو پر يادو پروژو ۶۱ميليونه او څه دپاسه ۳۱۱زره افغانۍ لګښت راځي، چې د روان کال په اوږدو کې به د خلکو په لس سلنې ونډې سره بشپړې شي.
ده زياته کړه، په دې پروژو کې د شپږو ښوونځيو، د ٢٧ کلتوري ټولنو ودانيو، د ٢٤ اوبو سيستمونو، پلونو او پولګوټو، استنادي دېوالونو جوړول او د ويالو پاکول شامل دي.
د هغه په وينا، له دغو پروژو څخه به ۲۴زره اووه سوه ۲۲ کورنۍ په مستقيم او ګڼ شمېر نور خلک به په غيرمستقيمه توګه ګټه واخلي.
د انجيل د سليمان کلي قومي مشر عالم ګل، يادې پروژې ګټورې وبللې او زياته يې کړه، په سيمه کې يې د پاکو اوبو کمښت يوه ستونزه وه چې تل به يې له امله خلکو ته موسمي ناروغۍ پيدا کېدلې.
ده سره له دې، چې د تېر مهال د ملي پيوستون له لوري پر ترسره شويو کارونو نيوکه وکړه چې کيفيت يې ټيټ دى، خو هيله لري چې دا ستونزه به سږکال تکرار نه شي.
خو د هرات د کليو د پراختيا رييس، په تېر مهال کې د خپلو پروژو د ټيټ کيفيت نيوکه ناسمه بولي او وايي، د پروژو په انتخاب او کار کې دوى دخالت نه لري، بلکې د سيمې خلک او د ملي پيوستون سيمه ييزې شوراګانې يې کارونه پر مخ وړي.