Language

په تګاب کې اته وسله وال ونيول شول

محمودراقي (پژواک ١٤ ورى ٩٢): د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ امنيه قوماندان د څلورو مخالفينو او څلورو نا مسوولو وسله والو د نيولو خبر ورکړ.

د تګاب ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ مرستيال عبدالقدير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې څلور وسله وال  طالبان نن  د دې ولسوالۍ په بودراب سيمه کې د افغان ځواکونو په عملياتو کې نيول شوي دي.

هغه همدارنګه زياته کړه، چې امنيتي ځواکونو يو ماين هم په ياده سيمه کې کشف او شنډ کړى دى.

نوموړي وويل، چې په تګاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو عمليات دوام لري.

وسله والو مخالفينو د دغو څلورو نيول شوو کسانو  په اړه څه ونه ويل، خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په بودراب کې يې د ماين چاودنې بهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

خو د تګاب امنيتي مسوولينو دغه ادعا رده کړې ده.

د تګاب مرستيال امنيه قوماندان وويل، چې نن څلور ناقانونه وسله وال د امنيتي ځواکونو له خوا د تګاب په بازار کې نيول شوي دي.

هغه په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل.

 

Related Topics