Language

په ننګرهار کې لاريون وشو

جلال اباد (پژواک ١٤ ورى ٩٢): د ننګرهار د نجم الدين اخندزاده د دارالعلوم سلګونو زده کوونکو د يوه لاريون په ترڅ کې د خپلو نيول شوو ملګرو د خلاصون غوښتنه وکړه.

د دغه دارالعلوم زده کوونکو د وري په ١٤مه سهار مهال لاريون پيل کړ، د تورخم- جلال اباد بايي پاس لاره يې شاوخوا درې ساعته د ترافيکو پر مخ تړلې وه.

لاريون کوونکو محصلينو ويل، چې څو ورځې وړاندې د افغان  ځواکونو له لوري د دوى درې ملګري، چې په ياد دارالعلوم کې يې زده کړې کولې له يوه ښوونکي سره يو ځاى د ورانکاره کړنو په تور نيولي دي.

د لاريون يوه ګډونوال مولوي غلام الرحمن پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د دولت هر قانون ته غاړه اېښې او هم يې مرسته کوي، خو بيا هم دولت پر دوى بريدونه کوي او ځوروي يې.

هغه زياته کړه: ((موږ هېڅ سرغوړنه نه ده کړې او نه يې کوو، خو دولت مو نيسي.))

دى وايي، چې لاريون د دوى مسلم حق دى او غواړي چې له دې لارې خپل غږ پورته کړي.

د مولوي غلام الرحمن په وينا، که چېرې دولت د دوى غوښتنې ونه مني او بې ګناه يې ځوروي نو دى به خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي.

د دغه دارالعلوم يو زده کوونکى قاري حافظ وايي، چې دولت پخوا هم د دوى يو شمېر ملګري ځورولي او لا هم دغه عمل جريان لري.

نوموړي وويل: ((د بهرنيانو په مشورې، هغه څوک چې دين ته خدمت کوي؛ نيول کېږي.))

يادو زده کوونکو په لاريون کې د مرګ پر امريکا او مرګ پر افغان دولت شعارونه ورکول او يو شپږ ماده ييز پرېکړه ليک يې هم صادر کړ.

په پرېکړه ليک کې زده کوونکو له دولته غوښتنه کړې، چې د دوى ملګري دې خوشې کړي او نور په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو شتون نه شي زغملاى.

په پرېکړه ليک کې غوښتنه شوې، چې د بهرنيو او کورنيو ځانګړو ځواکونو شپني عمليات او ظلمونه دې بند شي.

د ننګرهار د بهسودو ولسوال نعمت الله نورزي پژواک ته وويل، چې لاريون په سوله ييز ډول پاى ته ورسېد او د لاريون کوونکو مشران به اوس د ننګرهار له والي سره د خبرو هغه ته بوځي، تر څو ستونزه يې هوار کړي.

هغه ژمنه ورکړه، چې والي به د لاريون کوونکو ستونزه هواره کړي.

خو د لاريون يو ګډون کوونکى عاشق الله وايي، چې څو ځلې يې خپله ستونزه والي ته هم وړاندې کړې، خو کومه پايله يې نه ده لرلې.

Related Topics