اسعداباد (پژواک ١٤ ورى ٩٢): د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د ملي اردو پنځو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کونړ د والي وياند واصف الله واصفي د وري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې افغان امنيتي ځواکونو پرون د دانګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات پيل کړي وو.
هغه زياته کړه، چې د ملي اردو د انجنيرۍ ډله په سيمه کې د وسله والو مخالفينو له خوا د ځاى پر ځاى شوو ماينونو پر شنډولو بوخت وو، چې يو ماين پرې وچاودېد.
د واصفي په وينا، په دې چاودنه کې د ملي اردو څلور سرتېري وژل شوي او يو ټپي شوى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم وايي، چې په ياده چاودنه کې څلور سرتېر ي وژل شي او په عملياتو کې خپل لوري ته مرګ ژوبله نه مني.
د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، تېر کال په هېواد کې شاوخوا ١٢٠٠ د ملي اردو سرتېري وژل شوي وو.