Language

مزارشريف (پژواک ۱۵ ورى ٩٢): په بلخ ولايت کې د کليو او پراختيا وزير د يوې لېسې ودانۍ او يو پول په داسې حل کې پرانيستل شول، چې ځيني ښوونکي وايي، چې د دې لېسې ودانې بېرته د خرابېدو په حال کې ده.

د کليو او پراختيا وزير انجنير ويس احمد برمک دغه دوه پروژې د وري په ۱۵مه د بلخ په شولګر ولسوالۍ کې پرانيستې او ويې ويل، چې ياد  پول د وزارت د سيمه ييزې پراختيا د پروګرام په ترڅ کې د څه باندې ۲۱۲زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوى دى.

هغه زياته کړه، دغه پول چې د شولګر د سيند پر سر جوړ شوى، ٦٥ متره اوږدوالى او ٧ متره پلنوالى لري.

د کليو او پراختيا وزير په  شولګر کې احمد الخضرويه لېسې ودانۍ، چې د جوړېدو چارې يې درې کاله مخکې بشپړې شوې وې، هم پرانيسته او زياته يې کړه، چې د يادې لېسې ودانۍ ۱۶ درسي او ۸ اداري خونې لري، چې په اساسي ډول جوړ شوی دی.

هغه وويل، چې د لېسې ودانۍ هم د وزارت د سيمه ييزې پراختيا د پروګرام پر مټ د څه باندې ۲۳۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شوى دى.

خو د ياد ښوونځي يوه ښوونکي چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې لېسې ودانۍ درې کاله مخکې جوړه شوې وه، چې بېرته د خرابېدو په حال کې ده.

نوموړي د ښوونځي کړکيو ته اشاره وکړه، چې ډېرې يې له منځه تللې او د رنګ په اړه يې وويل، چې د همدې پرانيستې لپاره نوی رنګ شوی دی.

خو د بلخ ولايت د کليو او پراختيا رييس عبدالباسط عيني د ښوونځي ناوخته پرانيسته دومره مهمه مسئله ونه ګڼله او زياته يې کړه، مهمه مسئله دا ده، چې درې کاله مخکې د زده کړو اسانتيا برابره شوې او د سيمې زده کوونکو ترې ګټه اخيستې ده.

د هغه په وينا، له دواړو پروژو د شولګر ولسوالۍ د ۳۵ کليو نږدې ۷۵۰۰ کورنۍ ګټه اخلي.

عيني وويل، چې د کليو او پراختيا رياست پر مټ په بلخ ولايت کې ۱۹۶۸ پراختيايي پروژې پيل او بشبړې شوې دی، چې د دغه ولايت نږدې يو ميليون کسان ترې ګټه اخلي.