مهترلام ( پژواک ١٦ورى ٩٢): د لغمان په الينګار ولسوالۍکې پر يوه خره د تړل شويو چاودېدونکو توکو په چاودنه کې يو سيمه ييز پوليس وژل شوى او درې ملکي وګړي ټپيان دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دغه چاودنه تېره ورځ د الينګار ولسوالۍ د ټينګور په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو د پوستې مخې رامنځته شوه .
د ده په وينا، چاودېدونکي توکي وسله والو مخالفينو پر خره پورې تړلي وو او پوستې ته نږدې يې د رېموټ کنټرول په وسيله چاودنه ورکړه .
د سيمې اوسېدونکى عبدالعلي ياده مرګ ژوبله تاييد کړه او ويې ويل ، چې پر خره يوه بورۍ بار وه او له يادې پوستې سره نږدې وچاودېده .
وسله والو مخالفينو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
تېره ورځ د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماين چاودنې د ښوونځي پنځو زده کوونکو ته مرګ ژوبله واړوله.